چاودنه د مې پر ۲۱مه د جمعې تر لمانځه وروسته پر داسې مهال شوې چې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره د جمیعت علمای اسلام ګوند پلویانو لاریون له مرغې بازاره تېرېده.
د پاکستان حکومت د شهباز شریف څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ویلي چې د هېواد خراب اقتصاد ورته له پخوانیو حکومتونو په میراث کې پاتې دی چې د سمولو هڅو ته یې دوام ورکړی.
د مې پر ۱۹مه، په اسلام اباد کې د پلانونو او پرمختيايي چارو وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ د اېن سي او سي تر غونډې وروسته په بیان کې راغلي، تعلیمي ادارې په هغو ضلعو کې بیاپرانیزې
د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې د خيبر پښتونخوا ټوله ابادي تر درې کروړه پينځه لکه زياته او د قبايلي ضلعو ابادي شاوخوا ۵۰ لکه ښوول شوې
ډاکتر فیصل سلطان د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د چینايي سینوفارم واکسینو نشتوالي په اړه خبرونه "بې بنسټه" دي او دا چې خلکو ته یې د واکسینو دوم خوراک ورکولو په اړه مناسب ګامونه پورته کړي دي.
د پاکستان وزيراعظم هم پر دې بيان خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې ده تل بهر مېشتو پاکستانيو وګړو ته د پاکستان د تر ټولو لوی اثاثې په سترګه کتلي دي.
د مې پر ۱۷مه نېټه په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال د دې هېواد بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وویل چې د وزيراعظم عمران خان په اجازه د مظاهرو اعلان کوي.
نړیوال بينک د مې پر ۱۵مه په یو راپور کې د کورونا وبا پر مهال د پاکستان احساس پروګرام د نړی په هغو نوښتونو کې پر څلورم نمبر راوستی چې له مخې یې له بې وزله خلکو سره مرسته شوې ده.
د رویت هلال کمېټۍ پخواني مشر مفتي منیب الرحمان د مې پر ۱۳مه په کراچۍ کې د اختر د لمانځه د خطبې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې یوه قضايي روژه دې ونیسي ځکه چې د هغه په وینا د رویت هلال کمېټۍ پرېکړه ناسمه وه او هغوی یوه ورځ وړاندې اختر کړی دی.
نور وښیئ