د کوز چترال د ځنګلي حیات د محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل دوی د مارخور د ښکار لپاره د ټرافي هنټنګ په نامه اجازت نامي ورکړې دي.
د نومبر پر درېیمه وزیراعظم عمران خان قوم ته په خپله وينا کې د دې مالي امداد یو وارې بیا یادګيرنه وکړه او له سعودي عربه یې مننه وکړه.
د اعلاميه ترمخه د پېټرولو په بیو کې د اتو روپيو او درې پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۴۵ روپۍ او ۸۲ پيسې شوی دی.
نیب تر اوسه ۸۲۱ اربه روپۍ له خلکو راغونډې کړي دي، خو د نوموړي په وینا د ۸۱۵ اربه روپیو هېڅ پته نه لګېږي چې چېرته دي.
د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې دا خبرې له شاوخوا دوه اوونیو راهیسې د لوړپوړو پاکستانیو چارواکو او د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو ترمینځ په افغانستان کې روانې دي.
عدالت به د مقدمې اورېدنه د نومبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه بیا کوي، چې پکې به پولیس خپل ګواهان وړاندې کوي.
د رسنيو د ازادۍ دغه پاريس مېشتې سازمان د نومبر پر دويمه په يو بيان کې ويلي چې تېره مياشت د خپرو شويو قوانينو جاج خطرناکې قانوني لومې په ډاګه کړې چې انتهايي مبهم تعريف، حکومت ته د بشپړ واک اجازه، او هغو کسانو ته د يو قانوني حق نيشتوالی شامل دی چې په نښه شوي وي.
رپورټونه د نومبر پر دویمه د خبریالانو پروړاندې په جرمونو کې د ککړو کسانو د معافیت ختمولو نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره شوي دي.
مفتي منيب الرحمن وويل چې دوی د منځګړي په حېث له حکومتي چارواکو او تحريک لبيک ډلې سره لږ تر لږه ۱۲ ساعته پرله پسې خبرې اترې وکړې چې هدف يې په سوليزه توګه د ستونزې حل وو.
نور وښیئ