بلاول بوټو زرداري د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې ويلي ول که دا بيلونه منظور شي نو دوی به د ۲۰۲۳ ز کال له ټاکنو بايکاټ وکړي او له اوسه یې د نه تسلیمولو اعلان کوي.
شوکت ترین د نومبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په دې لړ کې ورته ای اېم اېف د پینځو شرطونو فهرست ورکړی چې پکې درې شرطونه یعنې د پاکستان د سټېټ بېنک خپلواکي، د ټیکس استثنا ختمولو قوانین او د توانايۍ (بجلي، ګیس او پیټرولیم مصنوعات) په نرخونو کې اضافه حکومت عملي کړې او پاتې دوه شرطونه
د پي ډي اېم جلسې ته مولانا فضل الرحمان وویل چې دوی دغه ملک او ادارې چلول غواړي نو پکار ده چې ادارې هم په خپل ایني حدود کې دننه کار وکړي.
محسن داوړ زیاته کړه چې د نوومبر پر ۱۶مه ګډ اپوزېشن د علي وزیر پارلېمان ته د راوستو لپاره سپیکر ته لیک هم استولی وو، نن ورځ دلته د هغه په نه موجودګۍ د وزیرستان حلقه له نمایندګۍ محرومه کړل شوې ده.
په کورمه ضلعه کې د پاړه چنار د اکبر سرای اوسېدونکی ۵۶ کلن خير ګل د خپل بند شوي شناختي کارډ د خلاصولو لپاره د پاکستان هرې متعلقه ادارې ته ولاړ خو تر دا مهاله یې شناختي کارډ بند دی.
د پاکستان ډیموکراټيک موومنټ (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمن تور لګولی چې د ده په وینا د اسلام اباد جعلي حکومت د پارلېمان ګډې غونډې ته اتحادي ګوندونه د ریاستي ادارو په زور راوستولو ته اړباسي.
شاهد خاقان عباسي تور پورې کړ چې د ثاقب نثار په شان ججانو له وجې د پاکستان عدالتي نظام دومره بې باوره شوی چې يو وکيل د ججانو بېنچ وويني نو پوه شي چې فيصله به څه وي.
عمران خان او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا دا تور رد کړی. حکومت دريځ لري چې اپوزیشن ګوندونه د احتجاجونو له لارې خپل مشران د احتساب د عمل نه بچ کول غواړي. انتخاباتي کمېشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال کې انتخابات پاک او منصفانه ول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر غونډې وروسته د ټرایکا پلس ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي چې له افغان ولس سره باید مرسته وشي.
په تېرو وختونو کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د اېتلافي حکومت دوو مهمو ګوندونو متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم) او پاکستان مسلم لیګ پر دې موضوع څه نه ول ویلي، خو اوس هغوی هم د برقي مشینونو د کارولو د مخالفت اشارې ورکړې دي.
نور وښیئ