د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بندي خانو کې د ښځینه قیدیانو د صورتحال معلومولو لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړې ده.
په پاکستان کې کورونا وایرس یوازې د مې پر ۲۹مه لږ تر لږه ۷۸ کسان وژلي کوم چې تر اوسه په یوه ورځ تر ټوله زیاته مړینه بلل شوې ده.
یو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې ميشت راجستر افغان کډوالو ته ۱۲ زره روپۍ ورکوي.
د پاکستان د روغتياپالانو د اتحاديې يو مشر ډاکټر مصطفا وردګ وايي چې په پاکستان کې د مې تر ۲۹مې ۱۷۵۳ ډاکټران او روغتياپالان په کورونا وايرس اخته شوي چې ۱۷ ورڅخه مړه شوي هم دي.
وفاقي حکومت وايي په کراچۍ کې د راپریوتې الوتکې په ګډون د نورو هغو دولس الوتکو د راپرېوتو پېښو پلټنیز راپور به ولس ته او پارلیمان ته راتلونکې میاشت وړاندې کوي او چې څوک پکې هم ککړ وي، په ډاګه وي یې.
د پاکستان وزیراعظم وايي کورونا یوه نړیواله ستونزه ده او پر ضد یې باید په عالمي توګه اقدامات وشي.
د پښتو ډرامو هنرمند او د صوبې د هنرمندانو د یو سازمان د هنر وارثان مشرارشد حسېن مشال راډیو ته وویل ګڼو هنرمندانو سره د روژې او اختر لپاره پېسې نه وې، او له حکومته یې د دوی سره د مرستو غوښتنه کړې وه خو ونه منل شوه
په پاکستان کې د مې تر ۲۲مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۵۹،۱۵۱ ته رسېدلی دی.
د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ۱۵ وژل شوو ولسي وګړو د لومړي تلين د تورې ورځ په توګه د لمانځنې په وخت، پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي چې دا پېښه به هېریدو ته نه پريږدي.
د وزیراعظم ځانګړي سلاکار ویلي، که د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر حکومتي لارښونه عمل ونشو نو اندیښنه ده چې دا وایرس به نور خور شي.
نور وښیئ