د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، تر نن[د مې پر لومړۍ] مازیګره په هغه هېواد کې کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ټول ۳۹۱ کسان وژلي چې پکې یې ۱۴۶ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول.
پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د پولیو واکسینو د تطبیقولو هغه لړۍ درولې ده چې ټیمونه به چم په چم او دروازه په دروازه ګرځېدل او ماشومانو ته به یې څاڅکي ورکول
د پاکستان حکومت د مې مياشتې لپاره په ملک کې د تيلو په نرخونو کې تر ۳۰ روپیو کمی کړی دی او نوي نرخونه د مې له لومړۍ نېټې عملي شوي دي.
د رشي کپور پلار راج کپور د هندي فلمي صنعت یو لوی نوم دی . هغه په پېښور کې زیږیدلی وو، او اوس یې هم په پېښور کې د کپور حویلي په نوم کور شته. د رشي کپور کورنۍ له پېښوره هند ته کډه شوي وه.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل په ۲۷مه شبلي فراز د اطلاعاتو د وزیر او ليفټیننټ جنرل عاصم باجوه د اطلاعاتو د سلاکار په توګه ګمارلي دي.
په پاکستان د اپوزېشن ګوندونه وايي ، واکمن ګوند تحریک انصاف د غیرجمهوري قوتونو په لارښوونه یو ځل بیا دې ته د لار برابرولو هڅه کوي چې صوبو ته په واک ورکوونکي ۱۸م اییني ترمیم کې بدلون راولي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر خیګړې ادارې یونیسیف خبرداری ورکړی چې په جنوبي اسیا کې د کورونا وبا له امله ماشومانو ته د ناروغیو خلاف د واکیسنو پر کمپاین بد اثر پریوتی دی.
د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اپرېل ۲۹مې تر سهاره په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ په نوم ناروغۍ ۳۲۷ کسان وژلي چې پکې تر ټولو زیات
د اپرېل په ۲۸مه د پاکستان له سرکاري شمېرو سره سم، کووېډ ــ ۱۹ ناروغۍ ټول ۳۰۱ درې سوه یو کسان وژلي دي.
د اپرېل ۲۶مې تر ماسپښینه په خیبر پښتونخوا کې ټول ۱،۷۹۳، په بلوچستان کې ۷۲۲ او په افغانستان کې ۱،۴۶۳ کسان کورونا وایرس وهلي ول.
نور وښیئ