د بورې او اوړو په بحران کې د ککړو پرضد به کاروايي کېږي: عمران خان
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلان سره سم، دواړه لارې به د اپریل تر نهمې پرانېستې وي.
دا مهال د کورونا وړجنو شمېر تر ټولو زیات په امریکا کې دی چې د وروستیو شمېر له مخې هلته ۳۶۷۷۵۸ تنو ته رسېدلی دی او ۱۰۹۸۱ تنه یې وژلي او نږدې ۱۹۷۸۸ ترې روغ راوتلي دي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د بورې او اوړو د بیو په اړه د څيړنو کمېشن تر تفصيلي رپورټ وروسته به د ذمه وارو کسانو پرضد کارروايي کوي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۴۲۱ پېښې ثبت شوې دي. پوهنتون وايي، په هغه هېواد کې له ناروغۍ ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۲۵ یې رغېدلي دي.
په پاکستان او نړۍ کې د بشري حقونو فعالانو او سازمانونو وېلي دي چې په پاکستان کې زندانونه د کرونا وایرس د خورېدو مرکزونه جوړېدلی شي.
د پاکستان ټيليکيميونیکېشن اتارټي د اپرېل په دوهمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی په غوښتنه، شخصي ټيليفوني کمپنيوو د انټرنيټ د استعمال بیې کمې کړې دي. خبرپاڼې د ځينو دغو ټيليفوني خدمتونو وړاندې کوونکو کمپنيوو نومونه خپاره کړې دي.
پر احمد عمر سعيد شېخ تور و چې په ۲۰۰۲م کال کې يې په کراچي کې د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې خبريال تر تښتولو وروسته وژلی و خو سيند هايکورټ د اپريل پر دويمه عمر شېخ يواځې د تښتونې په جرم ککړ وګرځوئ او د هغه د مرګ سزا يې په اووه کلن بند واړول.
ډاکټران وايي د کوټي په هسپتالو کي د کورونا ناروغي څخه د خوندي کیدو لپاره د اسانتیاويو د نشتوالي په لړ کې یې حکومت ته يو ليک استولې خو لاهم پرې عمل نه دی شوی
د سرکاري او غېر سرکاري انټرنیټ ورکولو ادارو نه غوښتنه شوې چې خپلو کارکونکیو ته په موجوده بیړنیو حالاتو کې د ځانونو د خوندي ساتلو لپاره ټول ضروري او اړوند شیان ورکړي.
د بلوچستان ټايمز ويبپاڼې ايډيټر ساجد حسين بلوڅ په سويډن کې لادرکه شوی دی. د نوموړي ملګري وايي چې هغه د مارچ له دوهمې راهيسې ورک دی.
نور وښیئ