د سرکاري او غېر سرکاري انټرنیټ ورکولو ادارو نه غوښتنه شوې چې خپلو کارکونکیو ته په موجوده بیړنیو حالاتو کې د ځانونو د خوندي ساتلو لپاره ټول ضروري او اړوند شیان ورکړي.
د بلوچستان ټايمز ويبپاڼې ايډيټر ساجد حسين بلوڅ په سويډن کې لادرکه شوی دی. د نوموړي ملګري وايي چې هغه د مارچ له دوهمې راهيسې ورک دی.
د کورنا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې په نړيواله کچه د حکومتي ګامونو په نتيجه کې ګڼ شمېر خلک پر کورونو ناست دي.
ډاکټر رحيم وايي، دغه ټول کسان د بلوچستان مستونګ ضلعې دي چې له تبليغي ډلې سره دره آدم خېل سيمې ته ورغلي ول.
په پاکستان کې د مارچ میاشتې تر ۲۹مې په مجموعي توګه په ټول ملک کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مارچ تر ۲۹مې د ناروغانو مجموعي شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.
د مارچ تر ۲۸مې په پاکستان کې د کورونا وايرس له کبله د وژلو شویو کسانو شمېر ۱۱ ته رسېدلی او پرې د اخته کسانو شمېر ۱۴۰۸ دی.
اسد قيصر د مارچ په ۲۷مه، مشال راډيو ته وويل چې څو ورځي مخکې یې غونډه بللي وه چې ورته وزيراعظم عمران خان وينا وکړه خو اپوزشن مشر شهباز شريف له هغې غونډې واک اوټ وکړ.
په نړۍ کې د کورونا وایرس د رنځورانو شمېره تر ۵۷۷۰۰۰ اوښتې ده. بلخوا په امریکا کې له دې وایرس څخه د ځپلو شویو شمېره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
په نړۍ کې له دې وايرسه تر ۲۳ زره زيات کسان مړه شوي او تر پنځه لکه زيات په اخته شوي دي. په دغو کې څه باندې يو لک ۲۳ زره بېرته رغېدلي هم دي.
عمران خان کانفرنس ته وويل چې د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بشپړ بندېز به په هېواد د سامانونو په ترسېل کې لويه ستونزه رامنځ ته کړي.
د جمعيت علمای اسلام (ف)مشر مولانا فضل الرحمن وايي د قبايلي سيمو سره زیاتی شوی او پر هغو وعدو عمل نه دی شوی چې په خېبر پښتونخوا کې د دې سيمو د شاملولو په وخت شوې وي.
نور وښیئ