په پاکستان کې د مارچ تر ۲۲مې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره ۶۴۵ ته رسیدلې ده. تر دا مهاله په دغه هېواد کې د دې وايرس له امله ۴ کسان مړه شوي دي.
د اسلام اباد په ګډون د هېواد په يوشمېر برخو کې کې په ترسره شوو مظاهرو کې د خبريالانو په ګډون د ځينو اپوزيشن ګوندونو غړو هم برخه واخیسته.
په دوشنبه د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزارت ویلي، له ایرانه ورستانه شوي کورونا وهلي پنځلس کسان دا مهال په ډېره اسماعيل خان کې قرنطين کړل شوي
په پاکستان کې چارواکي وايي د مارچ تر شپاړسمې پورې په ټول ملک کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۳۶ ته رسېدلی. تر ټولو ډېر مریضان په سند صوبه کې دي.
په پاکستان کې د کرونا وایرس د مخنيوي لپاره د ښوونځيوو، کالجونو او پوهنتونو تر تړلو وروسته مدرسې هم بندې شوې دي.
امريکا په پاکستان کې د جنګ ورځپاڼې او جيو ټېليويژن ډلې د مشر مير شکيل الرحمان پر نيولو اندېښنه ښودلې
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پرون ( د مارچ پر ۱۳مه) د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د مدني فعال ادریس خټک د را خوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې.
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره د مارچ له ۱۶مې له ایران او افغانستان سره د پولو تړلو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر د مارچ پر ۱۲مه ناوخته ويلي و چې په دې هېواد کې په ۲۰ کسانو کي کورونا وایرس موندل شوی خو د سيند صوبايي جکومت نن ( د مارچ پر ۱۳مه) اعلان وکړ چې يو بل کس هم له وايرسه اغېزمن شوی دی.
پاکستان په کابل کې افغانانو ته وېزې ورکول بند کړي دي. خو چارواکو ويلي کوښښ کوي چې د وېزو ورکړه يو ځل بيا شروع کړي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کرونا له وایرس څخه د یو ماشوم تر ناروغه کېدو ورسته ښاریانو احتجاج کړی دی. دوی په صوبه کې د روغتيايي سهولتونو له نشتوالي هم شکايت کړی.
د ډبليو اېچ او مشر ويلي، دوی د وایرس په اړه د ټولو مالوماتو څارونه کوي او د وایرس تر خطرناکه حده پورې پر خورېدو او ددې په شدت اندېښمن دي.
نور وښیئ