د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن ګوندونه یو پلو واکمن تحریک انصاف د اسټبلشمنټ لاسپوڅی او پر هغوی تور پورې کوي چې د درغلیو
د پنجاب صوبې په چونیان کې پولیس چارواکي وايي له دریو ماشومانو سره د جنسي تشدد او د هغوی په وژنه کې د ککړ تن په اړه د پلټنو لپاره يې ۲۲ کسان نیولي دي.
دغې زلزلې تر ټولو زيات ځاني او مالي تاوانونه د کشمير په ميرپور سيمه کې اړولي دي. زلزلې يوشمېر ودانۍ او پاخه سړکونه هم زيانمن کړل.
د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپد سپتمبر په درويشتمه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره په يوې ګډې خبرې غونډه کې وويل چې د کشمير پرمسله د نوي دهلي او اسلام اباد ترمنځ منځګړتوب ته تيار دی.
ښه به دا وي چې سیاسي ګوندونه ورسره د جولای د لوظنامې مطابق ودرېږي ځکه چې د دې جعلي حکومت د ختمولو هم دا یوه لار ده.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.
ډاکټر ظفر مرزا د ډينګي ناروغۍ په اړه د سېپټمبر پر ۲۲ مه نېټه په اسلام اباد کې ځانګړې خبرې غونډه وکړه.
په ګلګت بلتستان کې د سپټمبر پر ۲۲ مه په يوه ټرافیکې پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي
د هریپور له زندانه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته محسن داوړ او علي وزیر مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د زندان د شپو کیسه وکړه.
د ساحل په نوم د ماشومانو د خوندیتوب یوې غیر سرکاري ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۳۰۴ ماشومان د جنسي زور زیاتي ښکار شوي دي.
امریکا د وزیراعظم عمران خان د هغه بیان هرکلی کړی، په کوم کې چې نوموړي خلک کشمیر ته د جنګ لپاره د تلو نه منع کړي وو او دا ګام يې د کشمیریانو او پاکستان سره دښمني بللی و.
د پاکستان پیپلزپارټۍ شریک چېرمین بلاول بوټو زرداري یو وارې بیا د مولانا فضل رحمان د حکومت پر ضد د کېدونکي احتجاج اخلاقي او سیاسي مرستې اعلان وکړ
نور وښیئ