د هریپور له زندانه په ضمانت تر خوشې کېدو وروسته محسن داوړ او علي وزیر مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د زندان د شپو کیسه وکړه.
د ساحل په نوم د ماشومانو د خوندیتوب یوې غیر سرکاري ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۳۰۴ ماشومان د جنسي زور زیاتي ښکار شوي دي.
امریکا د وزیراعظم عمران خان د هغه بیان هرکلی کړی، په کوم کې چې نوموړي خلک کشمیر ته د جنګ لپاره د تلو نه منع کړي وو او دا ګام يې د کشمیریانو او پاکستان سره دښمني بللی و.
د پاکستان پیپلزپارټۍ شریک چېرمین بلاول بوټو زرداري یو وارې بیا د مولانا فضل رحمان د حکومت پر ضد د کېدونکي احتجاج اخلاقي او سیاسي مرستې اعلان وکړ
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ولسي تگ راتگ او د تجارتي توکیو د لېږد لپاره به د تورخم دروازه اوس ٢۴ گنټې پرانیستې وي.
د هند بهرنیو چارو وزیر دعوه کړې وه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د هند برخه ده او هیله یې وښوده چې نوی دلی به یې یوه ورځ ونیسي.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن ويلي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد د روانې کارروايۍ پر وخت بايد رياست د قانون واکمني په پام کې وساتي.
د پاکستان انتخاباتو کميشن د تحريک انصاف هغه درخواست رد کړ چې مريم نواز دې د مسلم لیګ ن د مرستيالې مشرې له څوکۍ هیسته کړل شي.
د پاکستان په سند صوبه کې د اقلیتونو چارو وزير هري رام وايي پولیسو په ګوټکي کې په يو مندر کې د ويجاړي کولو په تور لسګونه کسان نيولي دي.
خان زمان کاکړ وايي، اوس انتظاميې دوې نوې هاسټلې جوړې کړې نو پکې صرف يو هاسټل طالبعلمانو ته وسپارل شو چې پکې د ټولو ځايه ول ممکن نه دي.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د حکومت پر هغه اعلان نيوکې کړې چې په درغليو کې د ککړو کسانو لپاره د جيل د اې کلاس سهولت ختمولو په اړه یې کړی دی.
د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان د سېپټمبر پر ۱۴مه په ملتان کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، مخکې تر دې چې دوی
نور وښیئ