په پاکستان کې د اپريل پر ۲۲ مه نېټه د پوليو ضد کمپاين شوی وو چې د پوليو له منځه وړلو ملي پروګرام د مالوماتو له مخې ۳۹ میليونه ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد واکسين ورکړل شوي وو.
د پاکستان د سېلګریزې سیمې مري په بوربن کې د افغانستان د سولې په اړه یو ورځنی کانفرانس پیل شوی دی.
قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف وینا وه چې دوی ولس دښمنه او پاکستان دښمنه بجټ نه مني
په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونه وايي په پارلیمان کې د تحريک انصاف حکومت سپېکر د قامي اسمبلۍ بنديان غړي ځکه نه ورغواړي چې پر بجټ د رايې ورکولو پر وخت د مخالفو سياسي ګوندونو رايې کمې شي.
په پاکستان کې پوليس وايي، بریدګرو یو بلاګر او د ټولنيزو رسنيو فعال په چړو وژلی دی.
د مسلم لیګ(ن) او پاکستان پیپلز ګوند مشرانو د جون پر ۱۶مه په لاهور کې په یوه مهمه لیدنه کې په دې خبره ټینګار وکړ چې اپوزیشن به د حکومت لخوا وړاندې کړل شوی بجټ منظورېدو ته نه پرېږدي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري نن (اتوار) په لاهور کې د مسلم لیګ (ن) ګوند له مرستیالې مشرې مریم نواز سره ګوري. پیپلز پارټۍ د بلوچستان نېشنل ګوند له مشر سردار اختر مېنګل نه هم غوښتي چې
د شمالي وزيرستان اوسيدونکي وايي چې له شنه خوړ سیمې د دته خېلو تر خړ کمره په پرلپسې توګه نن په شپږمه ورځ هم پر ګرځېدلو بندیز دی چې له کبله یې ځايي ولس له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.
د پاکستان د احتساب قومي ادارې – نېب – د جون پر ۱۴مه د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري خور او د سیند اسمبلۍ غړې فريال تالپور هم په اسلام اباد کې نیولې ده.
د پاکستان وکیلانو د مرکزي حکومت لخوا د سپریم کورټ د دوو ججانو پرضد قانوني شکایت (ریفرنس) غندلی او د هېواد په کچه یې لاریونونه او پرلتونه اعلان کړي دي.
د کرغزستان په سر ښار بیشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان پرانستونکې غونډه وشوه چې پکې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د هغه هندي سیال نریندرا مودي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون وکړ.
عمران خان وايي پاکستان په تېرو ۱۰ کلونو کې ۲۴ زره اربه روپۍ پوروړی شوی چې د نوموړي په ادعا د دې لویه وجه د دوو ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن درغلۍ دي.
نور وښیئ