د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو قايمه کمېټۍ په اسلام اباد کې د لس کلنې فرشتې مومند د وژنې نوټس اخیستی دی.
د قومي وطن ګوند مشر او د خيبر پښتونخوا پخوانی وزیراعلا افتاب احمد خان شېرپاو وايي ، د پاکستان د احتساب قومي اداره یوازې د اپوزېشن مشران په نښه کوي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هند وزیراعظم نرېندرا مودي ته د پارلماني انتخاباتو پر ګټلو مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې له هغه سره به په ګډه د سولې لپاره کار کوي.
عثمان خان کاکړ وايي، د پوليسو او هسپتالونو په نظام کې د بهترۍ له راوستلو سره سره وزيراعظم عمران خان باید د فرشتې کور ته ولاړ شي.
وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ظریف له خپل پلاوي سره د وزارت ودانۍ ته ورغلی چې لومړی هلته له قریشي سره پر "دوه اړخیزه
ريم نواز په خپلو خبرو کې د اپوزشن ګوندونو روژې ماتي ته په اشاري سره وويل چې حکومت د اپوزشن ګوندونو له يو روژې ماتي وريدل.
د قبايلي ضلعو پارليماني څوکيو زياتولو په اړه که ۲۶م ايني ترميم د سېنټ نه منظور شو نو د ولسمشر تر لاسليکولو وروسته به د پاکستان د اساسي قانون رسمي برخه شي.
د پاکستان وزیراعظم په اسلام اباد کې د مومندو د یوې لس کلنې نجلۍ فرشتې مومند د وژنې په اړه د اسلام اباد له پولیسو وضاحت غوښتی دی.
د فرشتې پلار لیکي د تاڼې اېس اېچ او محمد عباس له دوی سره ناوړه چلند وکړ او ان دا به یې ویل چې لور یې کېدای شي له خپل اشنا/یار سره تښتېدلی وي.
د فرشتې مړی یې بېګا ماسخوتن د احتجاج ختمولو پس په دې ډاډګېرنه خاورو ته وسپارل شو چې حکومتي استازیو یې غوښتنې ومنلې.
د پاکستان حکومت کوښښ کوي چې پر مالي بدعنوانيوو نظر ساتونکې نړيوالې ادارې، ایف ای ټي ايف له خړ ليست څخه ووځي او په تور ليست کې يې رانه شي.
د پاکستان اپوزېشن ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د اقتصاد سمولو لپاره دې پر خلکو فشار نه اچوي. دوی غوښتي چې د جون په مياشت کې اعلانوونکي کلني بجټ کې دې پر خلکو ټيکسونه نه لګي او د شيانو نرخونه دې کنټرول شي.
نور وښیئ