د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د امريکا لخوا ډي پورټ کړې شوي پنځوس پاکستانيان په چارشنبه اسلام اباد ته رسېدلي دي.
اقتصادپوهان وايي، له ای اېم ایف سره د پور اخیستو له تړونه پس ښکاري چې پاکستانۍ روپۍ نوره راولوېږي او ګراني به زیاته شي.
د پاکستان وفاقي کابينې د تورو پیسو سپینولو قانون(ټيکس ايمنسټي سکيم) منظور کړ چې له مخې به یې بې نومه جايدادونه په قانوني چوکاټ راولي.
په پاکستان کې چارواکي وايي د ترهګرۍ وروستئ پېښې د دغه هېواد او چين ترمنځ روانې اقتصادي راهدارۍ پروژې له وجې دې.
د لاهور هايي کورټ د تحريک لبېک تنظيم مشر او سختدريځه اسلامپاله مولانا خادم حسېن رضوي او د هغه مرستيال پير افضل قادري ضمانت منظور کړی دی.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو له حکومته غوښتنه کړې چې د پېسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) سره پر کړي معاهدې پارلېمان پوه کړي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په پنځوو قبايلي ضلعو کې يې د ۵۷۰۰۰ ويجاړو شوو کورونو خاوندانو ته اتلس اعشاريه څلور اربه روپۍ ورکړي دي.
نن ماښام (د مې ۱۳مه) د بلوچستان په سرښار، کوټه کې په يوه چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي. د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چېمه ايجنسي فرانس پريس ته ويلي چې په دې حمله کې نهه کسان زخميان شوي هم دي.
په پاکستان کې اپوزېشن ګوندونو له حکومته غوښتي چې د پېسو نړيوال صندوق يا آی، ايم، ايف څخه د قرض اخیستو کړی تړون دې واضحه کړي.
قامي اسمبلۍ په متفقه توګه ۲۶م ايني ترميم منظور کړ چې پکې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د څوکيو زياتولو غوښتنه شوې ده.
پېسو نړیوال صندوق )ای اېم اېف) وايي، د پاکستان اقتصادي حالت سمولو او ملاتړ په موخه ورسره د پور پر یوه درې کلن پلان سلا شوی او په یاده موده کې به ورته شپږ اربه ډالره پور ورکوي.
په دغو تنظیمونو کې، الانفال ټرسټ، الحمد ټرسټ، اداره خدمت خلق، اداره دعوت الارشاد، مسجد ویلفیر ټرسټ، المدینه فاونډېشن
نور وښیئ