د پاکستان پوځ وياند وايي، د تري تم کړل شويو کسانو کورنيو سره په غم کې شريک دي. ميجر جنرل اصف غفور په خپل شخصي ټويټر پاڼه ليکلي چې د دوی په درد ورسره شريک دی او د لا درکه کسانو راخوشېکولو کې ورسره ولاړ دی.
د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته روان پرلت تر هغه وروسته پای ته ورسېدلو چې سرکار یې غوښتنې ومنلې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او سېنېټر عثمان خان کاکړ د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور پر څرګندونو انتقاد کړی دی.
د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته د روان پرلت مخکښ راشد رضوي وايي ، حکومت هڅه کوي چې په څه پلمه په موږ پرلت ختم کړي خو موږ به داسې ونه کړو.
د پاکستان په پارليمان کې د حکمران ګوند تحريک انصاف يو غړي ډاکټر رمېش کمار په زوره د هندو نجونو ودولو او د هغوی د مسلمانولو مخنيوي لپاره د مې پر اتمه په پارليمان کې يو بيل وړاندې کړی دی.
د پاکستان سپريم کورټ له خوا د توهين رسالت له تورونو پاکه شوې عیسوۍ ښځه اسيه بي بي له هېواده بهر تللې ده.
د پاکستان پنجاب صوبې مرکز لاهور کې له داتا دربار سره جوخت د ځانګړي امنیتي ځواک ایلیټ فورس پر موټر ځانمرګي بريد اته تنه وژلي او ۲۵ نور يې ټپيان کړي دي.
اژانس لیکي، په پاکستان کې سمګلران د چینايي سړو لپاره له کلیساګانو بهر د ناویانو کتلو په تکل کې وي
د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف به د شپږو اونيو له ضمانته پس د مې پر اوومه نېټه ماسخوتن مهال د لاهور په کوټ لکپت زندان کې ځان پوليسو ته وسپاري.
د شمالي وزیرستان چارواکي وايي د مې پر اوومه په تحصیل رزمک کې پر پاکستانیو ځواکونو وسله وال برید کې درې عسکر وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي اوس د دې امکان نه شته چې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو لپاره څوکۍ زياتې کړي.
ډاکټر اقبال احمد په ۱۹۵۶ز کال کې په سياسياتو کې د پي اېچ ډي لپاره له پاکستانه امريکا ته ولاړ او له رسېدو سره
نور وښیئ