د زيارت په ورځ د اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغان طالبانو لخوا اعلان کړل شوي پسرلني عمليات په ښکاره و نه غندل خو وينا يې وه چې پاکستان په افغانستان کې امن او سوله غواړي او په دې لړ کې به خپل کردار ادا کوي.