په کوټه کې شيعه هزاره وو بيګا ناوخته تر هغې وروسته خپل احتجاج ختم کړی چې د کورنيوو چارو وزير مملکت او وزيراعلی ورته ډاډ ورکړ چې د دوی امنيت به خوندي کوي.
اپوزیشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې پکې ويل شوي، د دغو ګوندونو سياستوال په مني لانډرينګ يا تورو پېسو مينځلو کې ښکېل دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شا محمود قرېشي وايي، د امريکا او افغان طالبانو ترمينځ د قطر په سرښار دوحه کې د مذاکراتو راتلونکی پړاو ډېر زر کېدونکی دی او دوی هيلمن دي چې د دې ناستو به ګټورې نتيجې راووځي.
د خبریال مطلوب حسین علوي کورنۍ وايي، د مارچ پر۳۰مه په درېوو ګاډو کې د پولیس په ملتیا ځینې خلک راغلل، مخونه يي پټ ول او علوي يې له خپله کوره بوتلو. د هغه ورور منهاج وايي چې پر سوشل میډیا د علوي څرګندونو کیدای شي ځینې خلک ناراضه کړي وي.
په پاکستان کې خبريالانو د برېښنايي رسنیو سمبالولو پر نوې حکومتي ادارې (پیمرا)انديښنه ښودلې. په لاهور کې مشر خبريال امتياز عالم د شورو پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پېمرا دا نوې اداره به ټولې رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د اپریل پر۱۰مه په ماسخوتن مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د پخواني صدر او د پيپلز ګوند شريک چیرمېن اصف علي زرداري سره وليدل او ورسره يې د هېواد په موجوده سياسي حالاتو خبرې وکړې.
حکومت ته مې لومړۍ مشوره دا ده چې د روپۍ د ټیټ ارزښت بیا لوړلو هڅې دې وکړي ځکه چې که د روپۍ ارزښت همداسې پرېوځي نو ورسره به اقتصاد تر هغه حده خراب شي چې
کارپوهان وايي، چې پاکستان بهرني فشار لاندي دي ځکه داسي قسمه کاررواي خبري کوي خو د دغو ډلو مخنيوي به لوی چيلنج وي.
ډاکټر مهدي حسن وايي، په پاکستان کې د سختدريځۍ زياتېدلو په وجوهاتو کې د بيان ازادۍ تروړلو له کبله د مباحثې نه شتون، د تنقيد نه زغمل، او تر بنديز لاندې ډلو فعاليت شامل دي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي ادعا کوي، داسې کره مالومات يې ترلاس کړي چې ښايې هند د اپريل مياشتې دريمې اوونۍ په دوران کې پر پاکستان حمله وکړي.
پر پاکستان تور پورې کېږي چې د طالبانو جنګي مشران هلته اوسېږي او له هغه ځايه يې مالي او عسکري مرسته کېږي خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي او وايي چې پر طالبانو نفوذ نه لري او نه هم هغوی د پاکستان په لاس کې دي.
د احتساب قامي ادارې نېب چارواکو په پنجاب اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر حمزه شهباز د ګرفتاري لپاره د اپریل پر پنځمه په لاهور کې د هغه په کور چاپه ووهله خو نوموړي يې ګرفتاره نه کړې شو.
نور وښیئ