د پاکستان د بحري چارو وفاقي وزیر علي حیدر زیدي د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په دې اړه یې د چین د بندرونو له یوې کمپنۍ سره موافقه لاسلیک کړې
میر حاصل بزنجو وايي د عمران خان په مشرۍ حکومت د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ اتهارټي په نوم ادارې جوړولو سره هڅه کوي چې په دې پروژه کې امنيتي ادارې شاملې کړي
د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان سوداګرانو د اکتوبر پر اوومه د حکومت د اقتصادي پاليسو او ټيکسونو پرضد په اسلام اباد کې احتجاج وکړل.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي چين ته د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه د اپوزېشن ګوندونو هغه دعوې بې بنياده وبللې چې وايي عمران خان د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د بيجینګ خفګان ختمولو لپاره تللی دی.
د بلاول بوټو او اسفنديار خان په اسلام اباد کې د لیدو پرمهال ویلي د مولانا فضل الرحمن د ازادي مارچ نه وړاندی ګڼ ګونديزه غونډې يا د رهبر کمېټۍ غونډې په رابللو سلا شوي
د پاکستان احتساب ادارې مشر د دې هېواد د سوداګرو له خوا پر نېب لګول شوي تورونه بې ځایه بللي دي.
شنونکي وايي، داسې ښکاري چې مولانا فضل رحمان د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف د حکومت خلاف د احتجاج پخه اراده کړې ده
د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزير ادريس زمان وايي اسلام اباد ته د طالبانو پلاوي سفر د افغان سولې لپاره نه بلکې د هغوی امريکايانو پر سر خبرو لپاره دی چې دوی يرغمل ساتلي دي.
د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان واييچې ګوند به یېپه هر حال کې د روانې میاشتې پر ۲۷مه د اسلام اباد لوري
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره کتلي دي
د زیارت تر ورځې پورې د راغلیو مالوماتو ترمخه له شلو زرو زیات کسان په ډینګي اخته دي. په دې کې نزدې نیم مریضان د پوټوهار سیمې یعنې پنډي اسلام اباد خلک دي.
چارواکي وايي، د پاکستان وزیراعظم عمران خان راتلونکې اوونۍ چین ته ځي او هلته به له چارواکو سره د چین، پاکستان اقتصادي لار پر پروژو د کار پر چټکولو غږېږي.
نور وښیئ