الېکساندرا وېمېنګا ډینییل مشال راډیو ته په استولي برېښلیک کې ویلي چې "د ټولو غړو عمومي غونډه" د اکتوبر پر ۱۶مه پیل شوه چې د اکتوبر تر ۱۸مې به روانه وي.
د قاضي فایز عیسا ضد د مقدمې لامل د فیض اباد احتجاجي ناستې په اړه د نوموړي پرېکړه وه. په هغه فیصله کې قاضي پر هغو ګوندونو سخت انتقاد کړی
د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور لاریون پیلوي
مولانا فضل رحمان وویل، د عمران خان د حکومت د ناکامو پالیسیو له وجې له نورو هېوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.
پاکستاني چارواکي وايي د تورو پېسو مينځنې او ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې، فايننشل ايکشن ټاسک فورس له خړ ليست څخه د وتلو لپاره يې ګټور ګامونه اخیستي دي.
پاکستانۍ سرکاري راډيو هم د نوموړي له خولې کاږي چې شاهي جوړه به پاکستان ته د خپلې دورې پر مهال د دغه هېواد یوشمېر سیمو ته سفرونه وکړي.
احسن اقبال زیاته کړه چې مسلم لیګ ن په دې خبره د مولانا فضل الرحمن تاید کوي چې دا حکومت د سبا پرځای نن ختمول، د پاکستان بقا، پرمختګ او خوشالۍ لپاره ضروري دی.
د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی دی چې د اکتوبر پر ۲۷مه به اسلام اباد ته روان شي
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې د ايران او سعودي عرب د ترينګلتيا له منځه وړلوکې د سهولت کار رول لوبوي. نوموړي دا خبره د اکتوبر پر ۱۳ مه نېټه د ايران د سفر پر مهال د هغه
مولانا فضل رحمان وايي هغوی د ادارو سره ټکر نه غواړي، یواځې د حکومتي پالېسیو او په انتخاباتو کې د شویو درغلیو خلاف پراخ لاریون یا مارش ترسره کول غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وزیراعظم ایران او سعودي عرب ته سفر په سیمه کې د امن د راوستلو لپاره یوه هڅه ده.
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په يو بيان کې ويلي چې د پوليسو شکنجه کول بايد يو جرم وګڼل شي او په دې کې دې ککړو کسانو ته قانوني سزا ورکړل شي.
نور وښیئ