د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په يو بيان کې ويلي چې د پوليسو شکنجه کول بايد يو جرم وګڼل شي او په دې کې دې ککړو کسانو ته قانوني سزا ورکړل شي.
دا خبره د سمندر پار پاکستانيانو فاونډېشن يو مشر ډاکټرعامر شېخ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ د اوورسيز پاکستانيانو قايمه کمېټۍ ته کړي ده.
د پاکستان احتساب ادارې د اکتوبر پر۱۱مه د مسلم ليګ (ن) ګوند مشر نواز شريف چوهدري شوګر ملز کې په نامه يوه بله مقدمه کې د لاهور کوټ لکپت زندانه ګرفتاره کړل او نېب عدالت ته يې وړاندې کړ.
سعید د لشکر طیبه ډلې بنسټګر او د دې ډلې د سیاسي څانګې جماعت الدعوه مشر دی چې ورباندې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د برید تور دی
په چارشنبه د جمعیت علمای اسلام مشر وویل دوی چې اسلام اباد ته به د اکتوبر په ۳۱ مه داخلېږي او د ټول ملک ولس به په یو وخت ورننوځي.
د پاکستان د بحري چارو وفاقي وزیر علي حیدر زیدي د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، په دې اړه یې د چین د بندرونو له یوې کمپنۍ سره موافقه لاسلیک کړې
میر حاصل بزنجو وايي د عمران خان په مشرۍ حکومت د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ اتهارټي په نوم ادارې جوړولو سره هڅه کوي چې په دې پروژه کې امنيتي ادارې شاملې کړي
د خېبر پښتونخوا په ګډون د ټول پاکستان سوداګرانو د اکتوبر پر اوومه د حکومت د اقتصادي پاليسو او ټيکسونو پرضد په اسلام اباد کې احتجاج وکړل.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي چين ته د وزيراعظم عمران خان د سفر په اړه د اپوزېشن ګوندونو هغه دعوې بې بنياده وبللې چې وايي عمران خان د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د بيجینګ خفګان ختمولو لپاره تللی دی.
د بلاول بوټو او اسفنديار خان په اسلام اباد کې د لیدو پرمهال ویلي د مولانا فضل الرحمن د ازادي مارچ نه وړاندی ګڼ ګونديزه غونډې يا د رهبر کمېټۍ غونډې په رابللو سلا شوي
د پاکستان احتساب ادارې مشر د دې هېواد د سوداګرو له خوا پر نېب لګول شوي تورونه بې ځایه بللي دي.
شنونکي وايي، داسې ښکاري چې مولانا فضل رحمان د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف د حکومت خلاف د احتجاج پخه اراده کړې ده
نور وښیئ