د بشري حقونو سازمان د شمیرو له مخې په ۱۶-۲۰۱۵ م کلونو کې په هغه هیواد کې ۲۰۴۲ کسان په پولیس مقابلو کې وژل شوي و. تېر کال په کراچۍ کې د نقیب مسود تر وژنې او د مدني ټولنو د سختو احتجاجونو وروسته په پولیس مقابلو کې جوت کمی راغلو او تېر کال پکې د وژل شویو شمېر ۸۱ ته ټیټ شو.