د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي د دې هېواد پخوانی وزيراعظم نواز شريف،د ده لور مريم نواز او زوم رېټايرډ کېپټن صفدر به غټ اختر په جېل کې تېروي ځکه چې اسلام اباد هايي کورټ د ګل پر ورځ د دوی د خوشې کولو درخواستونه رد کړل.
امریکا د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د هغه بیان هرکلی کوي چې ویلي یې دي، د ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړول غواړي.
اقبال خټک وايي، د قریشي څرګندونې پر خپل ځای، په پاکستان کې د بهرنیو چارو تګلاره د پوځي اېسټیبلېشمنټ په لاس کې پاتې شوې نو که د پاکستان نوی حکومت
عمران خان وویل، هېواد یې ۲۸ زره اربه (۲۸ ټرېلیینه) روپۍ پوروړی دی چې د پرې کولو لپاره به یې نه یوازې د مالیو یا ټیکس نظام سموي بلکې د درغلیو ضد به اقدامات کوي
په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود تر وژنې وروسته جوړې شوې جرګې ويلي چې که د سيند های کورټ په وژنه کې د تورن پوليس افسر راو انور ضمانت منسوخ نکړ نو دوی به تر لوی اختر وروسته په کراچۍ کې هړتال کوي.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له انتخاباتو ګټلو وروسته د خپلې پالیسۍ مهم ټکي ښکاره کړي خو د ترهګرۍ خلاف قامي تګلارې یا نېشنل ایکشن پلان باندې یې تر اوڅه خپل نظر نه دی ښکاره کړی.
د پنجاب نوي وزیراعلا عثمان بزدار د اګست په ۱۹مه، اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې په یاده صوبه کې به د درغلیو د ختمولو لپاره کار کوي.
تحریک انصاف ګوند په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په نوې کابینه کې یو شمېر وزیران او سلاکاران شامل دي چې وي چې د اګست پر ۲۰مه د خپلو عهدو لوړه کوي.
عمران خان په ۱۹۹۶م کال کې د تحریک انصاف بنیاد د هم دې لپاره یښې وو چې د ده په وینا په ملک کې نظام سم کړي او درغلۍ له منځه یوسي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد ایوان صدر کې له عمران خان څخه د وزیراعظم په توګه سوګند واخیست.
د اګست پر۱۶مه د پېښور په باړه ګېټ کې ناصر الیاس عرف نازو نومې د یو نرښځی د وژنې په کېس کې ککړ دوه کسان نیول شوي دي.
نن د جمعې په ورځ د پاکستان نوې منتخیب شوې قامي اسمبلۍ کې د ۱۷۶ رایو په خپلولو سره د تحریک انصاف مشر عمران خان د هېواد نوی وزیر اعظم غوره کړل شوي
نور وښیئ