مریم نواز وايي، که د پاکستان عوام نوازشریف ته ګوري او د هغه ضرورت احساسوي نو هغه به د خپلو ذاتي کارونو پر ځای قامي کار ته ترجيح ورکړي. انشا الله د جمعې پر ورځ به هغه او زه دواړه پاکستان ته ستنېږو.
د پاکستان د اسلام اباد احتساب عدالت جج محمد بشير اېون فيلډ رېفرنس کې پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د لس کالو بند او اته میلیونه پاونډو جرمانې سزا اورولې ده.
د پاکستان پخواني وزيراعظم په زغرده خپل وطن ته د تلو پرېکړه کړې ده. نواز شريف ته د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت په ايون فيلډ ریفرنس (برتانیا کې د اپارتمانونو مقدمه) کې د لسو کاله د بند سزا اورولې ده.
د پاکستان وفاقي حکومت د تعلیم په اړه یو رپورټ کې ویلي چې اوس هم په میلینونه ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې تر ټولو زیاته شمېره په بلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو کې ده.
نواز شريف ویلي وو که عدالتي فيصله یې په حق يا خلاف کې راغله خو دی به په دواړو حالتونو کې هرو مرو پاکستان ته ستنېږي.
د زیارت په ورځ د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر راتلونکي ټولټاکنو لپاره خپل انتخابي منشور وړاندې کولو په وخت ویلي، که د حکومت کولو موقع ورته ترلاسه شوه نو د یامیر بهاشا ډېم جوړول به یې لومړیتوب وي او په زرګونو خلکو ته به نوکریانې ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ۷ غړي چې د جولايي په څلورمه په کراچۍ کې نيول شوي وو، نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ سهار وختي خوشي شوي دي. دوی هغه مهال ونيول شول چې په لانډي سيمه کې يې د تنظيم سازۍ لپاره يوه غونډه وکړه.
لاهور هايي کورټ د امېدوارانو يا کانديدانو د کاغذونو د اروزنې انتخاباتي ټریبيونل هغه پرېکړه رد کړې چې د مسلم لېګ (ن) يو مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي يې د ټول عمر لپاره له سياسته منع کړی وو.
د چارشنبې په ورځ سپریم کورټ د دیامیر بهاشا او مومند ډېمونو د جوړولو امر وکړ او له ولسه یې وغوښتل چې د ډېمونو جوړولو لپاره دې چنده وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو پر مهال په دوه اړخیزو اړیکیو د سیمې په امنیتي وضعیت او د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاری په اړه یې خبرې کړې دي.
د پاکستان احستاب عدالت د سېشنبې پر ورځ د ايون فيلډ په نوم د کرپشن فيصله محفوظه کړې وه او ويلي وو چې د د جولايي پر شپږمه نېټه به يې اعلانوي.
نن د جولای پر څلورمه د کراچۍ په ترهګرۍ ضد عدالت کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن د پخواني پولیس افسر راو انوار د ضمانت درخواست اورېدنه بیا پیل شوه.
نور وښیئ