د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ۷ غړي چې د جولايي په څلورمه په کراچۍ کې نيول شوي وو، نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ سهار وختي خوشي شوي دي. دوی هغه مهال ونيول شول چې په لانډي سيمه کې يې د تنظيم سازۍ لپاره يوه غونډه وکړه.
لاهور هايي کورټ د امېدوارانو يا کانديدانو د کاغذونو د اروزنې انتخاباتي ټریبيونل هغه پرېکړه رد کړې چې د مسلم لېګ (ن) يو مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي يې د ټول عمر لپاره له سياسته منع کړی وو.
د چارشنبې په ورځ سپریم کورټ د دیامیر بهاشا او مومند ډېمونو د جوړولو امر وکړ او له ولسه یې وغوښتل چې د ډېمونو جوړولو لپاره دې چنده وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو پر مهال په دوه اړخیزو اړیکیو د سیمې په امنیتي وضعیت او د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاری په اړه یې خبرې کړې دي.
د پاکستان احستاب عدالت د سېشنبې پر ورځ د ايون فيلډ په نوم د کرپشن فيصله محفوظه کړې وه او ويلي وو چې د د جولايي پر شپږمه نېټه به يې اعلانوي.
نن د جولای پر څلورمه د کراچۍ په ترهګرۍ ضد عدالت کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن د پخواني پولیس افسر راو انوار د ضمانت درخواست اورېدنه بیا پیل شوه.
د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اېلس وېلز د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د سیمې په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.
د پاکستان ملي مسلم لیګ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره یې د الله اکبر تحریک تر سیوري لاندې ټول ۲۶۰ کاندیدان درولي دي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قومي ادارې – نیکټا – چارواکو د سه شنبې په ورځ د سېنټ کمېټۍ ته ویلي چې د ترهګرو له خوا د دولس خطرونو په اړه رپوټونه دي چې شپږ پکې کې سیاست والو ته پېښ دی.
د قامي اسمبلۍ لپاره کانديد رامېش کمار مشال راډیو ته وويل چې د زياتوالي وجه د خلکو له خوا د ووټونو په اندراج کې دلچسپی اخيستل دی.
پروسږ کال (۲۰۱۷) په جولايي کې د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ مشر او د هېواد وزيراعظم نوازشريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې نا اهله وګرځولی چې له دې سره د دې ګوند او عدالت ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.
د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیره بېګا اسلام اباد ته رسیدلې ده. تمه ده چې هغه به نن دوشنبه له پاکستانیو چارواکیو سره وګوري.
نور وښیئ