په پاکستان کې د ډالر په وړاندې د روپۍ قېمت ښه شوی دی. د جولای په دېرشمه په بازارونو کې يو ډالر په ۱۲۲ اعشاريه پنځه روپۍ بدلېده. تر دې يوه ورځ مخکې د يو ډالر بيه ۱۲۷ اعشاريه اته روپۍ وه.
د مسلم ليګ رهبر نواز شريف د جولای ۲۹مې شپه ناوخته تر ناروغه کېدو وروسته د ډاکټرانو په مشوره له اډیاله زندان څخه د اسلام اباد پېمز هسپتال ته وړل شوی وو.
د هېواد مهمو سياسي ګوندونو انتخاباتي نتيجې رد کړي او د ټګۍ تورونه يې پورې کړي دي.
قاضي اطهرمن الله دا فيصله یوه ورک سړي ساجد محمود د مېرمنې ماهرې ساجد د درخواست په قضیه کې اورولې وه. نوموړي ويلي ول چې په جبري توګه د خلکو ورکول په ټولنه کې تره خپروي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې د حکومت تر جوړېدو وروسته به د هېواد اقتصاد او امنیت ښه کوي، په لکونو نوې نوکرۍ به پېدا کوي، غربت به ختموي او کروندګرو او مزدورانو ته به هم اسانتیاوې برابروي.
د پاکستان د یو شمېر لویو مشرانو په ملک کې د جولايي پر ۲۵مه د تر سره شویو عامو انتخاباتو نتیجې رد کړې او د احتجاجي تحریک چولو اعلان یې وکړ.
'د پاکستان انتخاباتو قانون کې داسې تجویز نه شته چې د امنیتي ادارو اهلکاران دې په انتخاباتي مرکزونو کې دننه وګمارل شي.'
عمران خان په انتخاباتو کې د درغليو په اړه وويل چې په دې لړ کې ټولو اپوزشن ګوندونو سره کار کولو ته تيار دي.
پاکستان مسلیم لیګ نواز او متحده مجلس عمل د ټولټاکنو پایلې رد کړې او نن د جمعې ورځې ناوخته یې په اسلام اباد کې د یوې ټول ګوندیزې غونډې رابللو ږغ یې کړی دی.
د پاکستان اليکشن کميشن رسمي نتيجي ښی چې د عمران خان تحريک انصاف ګوند ټاکني ګټلې دي. د ټاکنو کميشن وايي چې ۹۵ فيصده نتيجي يې ترلاسه کړي دي.
د پاکستان مطبوعات وايي چې د مسلم ليګ نواز ډلې رهبر نوازشريف د اتوار پر ورځ په اډياله زندان کې ناروغه شوی او ډاکټرانو په هسپتال کې د هغه د داخلولو سپارښتنه کړې ده.
د پاکستان سوپریم کورټ ویلي، د یوه جج د هغو تورونو په اړه پلټنې پیل کړې چې وایي د هېواد ځواکمن پوځ د جولای ۲۵مې نېټې تر انتخاباتو وړاندې په عدالتي چارو کې لاسوهنه کوي.
نور وښیئ