د اسلام اباد هايکورټ جج جسټس شوکت عزيز صديقي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د نوموړي پرضد په سپريم جوډيشل کونسل کې یو ريفرنس جمع کړل شوی دی او چیف جسټس ثاقب نثار به د هغه پر ضد د عدالتي کاروايۍ مشري کوي.
په خېبر پښتونخوا او تړلو پخوانيو قبایلي سیمو کې هم د پولیو پر ضد ګڼ شمیر کمپاینونه ترسره شوي دي خو بیا هم دا وایرس په سیمه کې فعال دی، د دې وجه څه ده؟
عدالت راو انوار ته د ۱۰ لکه روپيو ضمانتي پيسو جمع کولو ويلي چې له هغه وروسته امکان دی چې نوموړی خوشې کړل شي.
اسلام اباد های کورټ د پخواني وزير اعظم نواز شريف، د هغه لور مرېم نواز او زوم کپټن ريټايرډ محمد صفدر ته د احتساب عدالت لخوا ورکړل شوي سزاګانې معطل کولو نه متعلق د مجرمانو په درخواستونو نېب ته نوټس جاري کړی دی.
د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي د حکومت سره په شريکه د سياسي ګوندونو د انتخاباتي کمپاينونو د خوندي کولو لپاره کار کوي تر څو هغه شکايتونه ختم شي چې ځيني سياسي ګوندونو او د بشري حقونو ادراو د مساوي موقعو د نشتوالي په اړه کړي دي.
د جولای په ديارلسمه د بلوچستان په مستونګ کې په يوه حمله کې تر ۱۳۰ ډېر کسان ووژل شول. داعش وسله والې ډلې د دې ذمه واري ومنله.
د نېکټا لخوا الېکشن کمېشن ته دا یقین دهاني په داسې وخت ورکړل شوې ده چې د اتوار په ورځ په ټول هېواد کې د تېرو بمي او ځان مرګیو حملو کې د وژل شوو کسانو په اړه د سوګ ورځ ولمانځل شوه.
د پاکستان احتساب ادارې (نیب) چارواکو د جولايي پر ۱۳مه پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د راولپنډۍ اډیالې زندان ته بوتلل.
د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې - نيکټا - د جولايي پر ۱۱مه د هغو پنځو خبریالانو د نومونو فهرست خپور کړی دی کومو ته چې د یادې ادارې په وینا ګواښونه دی.
په عین وخت کې د شریف ورور او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف له ګوندي غړو او ملاتړیو سره یو ځای د هوايي ډګر لوري ته لاریون ایستی و.
د پاکستان نوې انتخابي قانون په اړه د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې اداره عورت فاونډېشن وایي، د انتخاباتو نوې قانون تر لاندې به د ۲۵ جولای په ورځ د ښځو د ګډون په اړه څارنه کوي.
نور وښیئ