د نېکټا لخوا الېکشن کمېشن ته دا یقین دهاني په داسې وخت ورکړل شوې ده چې د اتوار په ورځ په ټول هېواد کې د تېرو بمي او ځان مرګیو حملو کې د وژل شوو کسانو په اړه د سوګ ورځ ولمانځل شوه.
د پاکستان احتساب ادارې (نیب) چارواکو د جولايي پر ۱۳مه پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د راولپنډۍ اډیالې زندان ته بوتلل.
د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې - نيکټا - د جولايي پر ۱۱مه د هغو پنځو خبریالانو د نومونو فهرست خپور کړی دی کومو ته چې د یادې ادارې په وینا ګواښونه دی.
په عین وخت کې د شریف ورور او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف له ګوندي غړو او ملاتړیو سره یو ځای د هوايي ډګر لوري ته لاریون ایستی و.
د پاکستان نوې انتخابي قانون په اړه د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې اداره عورت فاونډېشن وایي، د انتخاباتو نوې قانون تر لاندې به د ۲۵ جولای په ورځ د ښځو د ګډون په اړه څارنه کوي.
سلګونه کسان نیول شوي. دا څه تماشا ده؟ له یوه خوا سپریم کورټ امر کړی چې د [جولای] تر ۳۰مې پورې دې هېڅ سیاسي مشر نه نیول کېږي او بلې خوا ته مسلم لیګ (ن) په بدترین ډول هدف شوی دی.
مشاهد حسین وايي، مسلم لیګ (ن) یوازې پلان جوړ کړی چې نواز شریف او د هغه د لور ستړي مه شي ته به ورځي خو د پنجاب پولیسو د سېنېټر چودري تنویر په ګډون یوازې په راولپېنډۍ، اسلام اباد او لاهور کې شاوخوا ۴۰۰ ګوندي غړي او مشران نیولي دي.
د پاکستان په سیاسي تاریخ کې د بیلا بیلو ملت پاله ، مترقي او جمهوري ګوندونو مشران یا خو د ریاستي ادارو او یا د غیرریاستي وسله والو او سختدریځو ډلو له خوا په نښه شوي دي.
د چارشنبې مازيګر په لندن کې له خپلې لور مريم نواز سره د ګډې خبري غونډې پر مهال نوموړي وويل چې دوی دواړه به نن د زيارت په ماښام پاکستان ته روانېږي.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لېګ (ن) قايد، نوازشريف وايي دی او لور به يې د جولای په ۱۳مه لاهور ته ځي او تر هغې وروسته به ګوري چې د ورکړل شوې سزا خلاف څنګه پر مخ ولاړ شي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر لېفټننټ جنرل اصف غفور وايي په راتلونکو ټولټاکنو کې د پوځ نيغ په نيغه څه کردار نشته بلکه د دوي کار پاکې او رنړې ټولټاکنې کولو کې صرف د اليکشن کميشن مرسته کول دې.
په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د ملېر پوليسو پخواني مشر راو انوار د ضمانت تر منظورولو وروسته د مسود وکيلان وايي دوی به هايي کورټ ته ځي.
نور وښیئ