د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي پر حکومت يې پابندي لګولې چې تر دې وروسته به نوي خلک نه مقرروي او نه به هم د کوم چاراکي بل ځای ته تبديلي يا ټرانسفر کوي.
د پاکستان پوځ وايي افغانستان سره يې د اړيکو ښه کولو لړ کې په ځينو خبرو هوکړه شوې ده چې که عملي شي د دواړو هېوادونو د تعلقاتو بهتره کېدو تر څنګ به د ترهګرۍ پر ضد هم کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د ېکشنبې پر ورځ (د جون دريمه کال ۲۰۱۸) د سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مشرۍ کې دوه کسيزه پلاوي د لاهور های کورټ د فېصلې پرضد د پاکستان الېکشن کمېشن، او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر سردار اياز صادق لخوا په جمع کړل شویو درخواستونو اورېدنه وکړه.
د پاکستان نګران وزیراعظم ناصرالملک د یکشنبې پر ورځ به سوات کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې راتلونکې پارلیماني ټولټاکنې به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.
په پاکستان کې نرښځیان وايي ، د خپلې ټولنې غږ پورته کولو لپاره به د قومي او صوبايي اسمبلیو په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه اخلي.
د پاکستان الیکشن کمېشن اعلان کړی چې عام انتخابات به وار له مخه پر ټاکل شوې ۲۵مه جولايي تر سره کېږي.
پخواني بېروکرېټ فضل الرحماند شنبې په ورځ د سیند صوبې د لنډمهاله وزیراعلی په توګه سوګند پورته کړ.
د پاکستان سپریم کورټ د خارجه چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف د اسلام آباد های کورټ لخوا د نااهلۍ فیصله ناقانونه وګرځوله، او له دې سره د نوموړي ټول عمري نااهلي ختمه شوه.
پخوانی مشر قاضي ناصر الملک د ۱۹۵۰ ز کال پر ۱۷م اګست د خېبر پښتونخوا د سېلانۍ سیمې سوات ضلعې په مېنګوره ښار کې زوکړی چې نن يې د پاکستان اووم (۷) لنډ مهاله وزيراعظم په توګه سوګند وکړ.
د پاکستان بهرنېو چارو وزير ويلي دي چې موجوده حکومت په خپله پنځه کلنه موده کې د افغانستان، هند،ايران او د نړۍ له ځینو نورو ملکونو سره د خپلو اړيکی ښه کولو کوښښونه کړي چې پکې ورته تر ډيره حده کاميابي ترلاسه شوې ده.
نن د جمعې شپه پر دولس بجې د پاکستان وفاقي حکومت پنځه کلنه اییني موده پای ته رسېږي او د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کابینه او قامي اسمبلۍ به تحلیلې شي.
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم د مې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ واکمن اېتلاف په خپل پینځه کلن حکومت کې د بجلۍ په پیداوار کې څه د پاسه ۱۰ زره مېګاواټه اضافه کړې ده.
نور وښیئ