اسلام آباد کې د نهې په ورځ د پاکستان الیکشن کمېشن له دفتره جاري شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی دا ځل راتلونکیو عامو ټولټاکنو کې د معذورانو د ووټ اچولو لپاره د پوسټل بېلېټ پېپر یا ډاګ په زریعه د رای کارولو بندوبست کړی دی.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ټولټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دي او سیاستوال د ښارونو پرمختیا،بې روزګارۍ، درغلیو او د بجلۍ لوډشېډنګ ختمولو دعوې کوي، د ملک د مختلفو برخو د ولس لخوا دا غوښتنه مخې ته راغلې که ښه تعلیم راکوي نو ووټ به درکوو.
د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د مبارزې ادارې وايي، راتلونکي پشکال په بارانونو کې ممکنه نقصاناتو کمولو لپاره هنګامي پلان جوړ کړي او ټولو ضلعو ته یې ضروري مشینري هم لیګلې.
د سیند صوبې لاړکانې یوه جج تر هغه وروسته خپله دنده پرېښوه چې د نوموړي په وینا د پاکستان چیف جسټس یې د عدالتي کاروايي پرمهال سپکاوی کړی دی او زیاتوي چې د هغه دې کړنې ور ته ډېر تکلیف رسولی دی.
د پاکستان انتخاباتي کميشن په خېبر پښتونخوا کې د ورشاملو شویو قبايلي سيمو کې د هېواد د نور برخو په شان د جولايي پر ۲۵ مه نېټه د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کولو درخواست رد کړی دی.
تر اوسه چې ما څومره نوټسونه اخیستي، د هغې مقصد په ولس کې د بنیادي حقونو په اړه پوهاوی پیدا کول او د حقونو تر لاسه کولو لپاره ولس ته موقعې برابرول دي.
د متحده قبایل ګوند یو پلاوي د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د استازیتوب پر موضوع د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د انتخاباتو کمیشن له چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
په پاکستان کې د تېر په څېر دا ځل هم تر انتخاباتو وړاندې له یو شمېر سیاسي ګوندونو څخه مهم غړي وتلي او په نورو ګوندونو کې شامل شوي دي.
په پاکستان کې د خبري رسنیو ، خبریالانو او فعالانو پرضد پېښې په دې ورستیو کې زیاتې شوې دي. تازه پېښه یې دا ده چې د خبریالې ، شنونکې او د بشري حقونو مبارزې ماروي سرمد له کور څخه د هغې کمپیوټرونه او موبایل ټلیفون وړل شوی دی.
د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې یوه مدني فعاله اسیا اکبر هغه وخت ووژل شوه کله چې هغه د سورلو په یو ګاډي کې له ډېره غازي خانه و خان پور ته په سفر وه.
ډاکتر سرور له زندانه تر وتلو وروسته مشال راډیو ته وویل، دوی، پولیسو تر احتجاج مخکې نیولي ول. ده وویل، د زندان دننه یې ۱۸ شپې یې په یوه خونه کې وکړې او پولیسو هېڅ بهر پرېنښودل چې د خلکو تکلیف ډېر وو.
د پاکستان د باهرنېو چارو وزارت وايي د ورکوټي اختر په موقعه د افغان حکومت او طالبانو ترمينځه اوربند ېو مثبت پرمختګ وو او پاکستان د داسې ګامونو نه صرف مرسته بلکې هرکلی هم کوي.
نور وښیئ