په پاکستان کې د خبري رسنیو ، خبریالانو او فعالانو پرضد پېښې په دې ورستیو کې زیاتې شوې دي. تازه پېښه یې دا ده چې د خبریالې ، شنونکې او د بشري حقونو مبارزې ماروي سرمد له کور څخه د هغې کمپیوټرونه او موبایل ټلیفون وړل شوی دی.
د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې یوه مدني فعاله اسیا اکبر هغه وخت ووژل شوه کله چې هغه د سورلو په یو ګاډي کې له ډېره غازي خانه و خان پور ته په سفر وه.
ډاکتر سرور له زندانه تر وتلو وروسته مشال راډیو ته وویل، دوی، پولیسو تر احتجاج مخکې نیولي ول. ده وویل، د زندان دننه یې ۱۸ شپې یې په یوه خونه کې وکړې او پولیسو هېڅ بهر پرېنښودل چې د خلکو تکلیف ډېر وو.
د پاکستان د باهرنېو چارو وزارت وايي د ورکوټي اختر په موقعه د افغان حکومت او طالبانو ترمينځه اوربند ېو مثبت پرمختګ وو او پاکستان د داسې ګامونو نه صرف مرسته بلکې هرکلی هم کوي.
د ډان ورځپاڼې خپروونکیو په بیان کې ویلي دي، ورځپاڼه پلورونکي یې ګواښل کېږي او ځورول کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د هغو ۳۷ کسانو ضمانت منل شوی دی چې د روانې میاشتې پر څلورمه نېټه د اسلام اباد پوليسو تر ممکنه احتجاج وړاندې نيول شوي ول.
پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ځینو مرکزي مشرانو په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس کې له پاکستان سرکاره غوښتنه وکړه چې د دوی او پښتون تحفظ موومنټ ګرفتار غړي دې ژر تر ژره خوشې کړي کنه نو د پلازمېنې په ګډون په ټول ملک کې به احتجاج وکړي.
د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار ويلي دي نرښځيانو ته تحفظ ورکولو لپاره به خصوصي عدالتونه جوړولې شي.
په اسلام اباد کې نيول شوي د پښتون تحفظ موومېنټ په ۳۷ غړيو کې تر شلو زيات د سېشنبه په ورځ عدالت ته حاضر کړل شو.
د بلوچستان په ژوب کې د اختر له لومړۍ ورځې راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ روانه جلسې بيګا په دې پرېکړې ختمه شوه چې که ملګري يې راخوشي نه شول نو بيا به مظاهرې پېلوي.
په پاکستان کې د جولای پر ۲۵مه نېټه کېدونکيو انتخاباتو لپاره اميدوارانو د نامزدګۍ پاڼې جمع کړي دي او انتخاباتي کميشن د جون ۲۸ مه د کاغذونو د بېرته اخيستلو لپاره حتمي نېټه اعلان کړې ده.
رسنۍ وايي، میا ثاقب نثار د جون پر ۱۶مه په لاهور کې د اختر په مناسبت یوې غونډې ته ورغلی وو او هلته یې له ښځو، معیوبه ماشومانو، نرښځیو او فعالانو سره ولیدل.
نور وښیئ