په دې ورځو کې د پاکستانۍ روپۍ نرخ مخ په کمېدو دی. تر پرونه پورې يو ډالر په يو سل او يوويشت (۱۲۱) کلدارې خرڅېده. د ډالر په مقابل کې روپۍ ولې خپل ارزښت بايلي؟ آيا دې سره به د شيانو قيمتونه کم يا زيات شي؟ د دې پوښتنو د ځوابولو لپاره، بشير ګواښ د اقتصاد پوه، اکرام هوتي سره مرکه کړې.