د پاکستان نظرياتي کونسل مشر وايي په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د افغان علماوو د هڅو ملاتړ کوي او که په دې لړ کې دوی سره کومه ناسته کېږي نو خامخا به ورته مثبت ځواب ووايي.
د فاټا اصلاحاتو په حواله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام ف دريځ دی چې په دې معاملې له قبایلو وپوښتل شي او قبایلو ته دې ځانله صوبه ورکړل شي
له مشال راډیو سره په خبرو کې افتاب احمد خان شيرپاو هېله وښودله غالب امکان دی چې بل منظور شي.
د زده کوونکیو سازمان ؛مهران سټوډنټس کونسل؛ مشر اعجاز چانډیو په دې اړه بیګا مشال راډیو ته وویل، چې له ۲۰۰۵ کاله په سیند صوبه کې خواؤشا دولس سوه کسان لادرکه کړل شوي دي.
د پاکستان ليري شوي وزیراعظم نوازشريف د مې په ۲۳ مه په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا وويل چې دی د يو سازش له مخې له دندې ليري شو. نوموړي زياته کړه چې آيا چا پوښتنه وکړه چې ولې هر ځل د منتخبو وزيراعظمانو حکومتونه ختمېږي؟
په اسلام اباد کې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ تېره ورځ د کابينې غونډه وشوه چې پکې د فاټاپه خېبر پښتونخوا د ګډولو په اړه د اییني ترمیمي بل مسوده په پارلمان کې د وړاندېکولو منظوري ورکړل شوه.
د امريکې په هيوسټن کې وژل شوې، پاکستانۍ زده کوونکې سبېکا مړی نن کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. سبېکا په سکالرشپ امريکې ته تللې وه او هلته یې سبق وايه. نوموړې د مې په اتلسمه د خپل پوهنتونوال په ډزو وژلې وه.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشنوايي ، په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د مېرمنو د برخې زیاتولو لپاره له ټاکلو اصولو پر سرغړونه به سترګې پټې نکړي.
د احسن اقبال وينا وه عمران خان چې کله د سلو (۱۰۰) ورځو پروګرام وړاندې کړو نو دا تپوس ترې کول غواړم چې په ۲۰۱۳ کې د خېبر پښتونخوا لپاره چې دی کوم د نوي (۹۰) ورځو پروګرام وړاندې کړی وو په هغه يې څومره عملدرامد وکړو
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د اپوزيشن مشر خورشيد شاه به ډېر ژر د دې هېواد د لنډمهالي وزيراعظم نوم اعلان کړي.
د پاکستان وزيراعظم او اپوزيشن مشر د عبوري وزيراعظم پر نوم سلا نه شول. نن په وزيراعظم هاوس اسلام اباد کې د شاهد خاقان عباسي او سيد خورشيد شاه تر منځ ملاقات وشو چې دواړو د دې هېواد د راتلونکې لنډمهاله وزيراعظم د ټاکلو لپاره بحث وکړ.
د امريکې په ټيکساس کې د وژل شوې پاکستانۍ جينۍ سبېکا شېخ پلار، عبدالعزیز شېخ وايي هيله لري چې د لور مړينه یې په امريکا کې د ټوپکو کنټرول لپاره اصلاحاتو ته لار هواره کړي.
نور وښیئ