د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزارتونو پلاوو نن په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته په يوه ګډه خبرپاڼه کې وويل چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره د دوه اړخيزو همکاريوو پلان يې بشپړ کړی دی.
د پاکستان وزيراعظم له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د می په څوارلسمه په اسلام اباد کې د قامي امنيت په غونډه کې وويل شول چې په هند کې د ممبی حملو په اړه د پخواني وزيراعظم نوازشريف ورکړ شوی بيان غلط او تېرايستونکی دی.
د مسلم ليګ (ن) رهبر او د پاکستان پخواني وزيراعظم ويلي چې د ممبۍ حملو په اړه پر خپله پخوانۍ خبره ولاړ دی او ریښتيا ویلو ته به دوام ورکوي.
د پاکستاني پوځ چارواکیو ویلي چې د وزیرستان په شوال کې یې په یوه برید کې اووه عسکر وژل شوي دي.
نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟
پاکستان هغه امريکايي ډېپلوماټ ته چې په اسلام اباد کې د يوې ټرافيکي پېښې په دوسيه کې ښکېل دی، امريکا ته د تګ اجازه ور نه کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی خان زمان کاکړ د یکشنبې پر ورځ وویل چې په کراچۍ کې د جلسې تیاریانې روانې دي او د منظور پښتین تر رسېدو پورې به دوی خپلې غونډې ته دوام ورکوي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځ د لوړپوړو چارواکو په يوه غونډه کې ويل شوي چې له وسله والو پاکو کړو سيمو انتظام به ملکي حکومت ته سپاري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي امنیتي ادارو یې په کراچۍ او حېدراباد کې یو شمېر ملګري نیولي دي او د هغوي پرضد يې مقدمې درج کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د لاريون مقصد په کراچي کې د ۱۳م مې جلسې لپاره د خلکو پر خبرولو سربېره د ولس له زړونو وېره ختمول و.
د افغانستان، پاکستان او انډونيزيا ديني عالمانو د افغانستان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او له حکومت سره دې د سولې مخامخ خبرې پېل کړي.
اسلام اباد کې د ملک د مختلفو سيمو دستکارانو لپاره تربېتي ورکشاپ تابېا کړې شوې وه
نور وښیئ