نوازشريف په دې لړ کې د ممبۍ د ترهګر بريد ذکر وکړ او پوښتنه يې راپورته کړه چې د پنډۍ د ترهګر ضد عدالت کې د ممبۍ بريدونو مقدمه ولې سرته نه ده رسول شوې؟
پاکستان هغه امريکايي ډېپلوماټ ته چې په اسلام اباد کې د يوې ټرافيکي پېښې په دوسيه کې ښکېل دی، امريکا ته د تګ اجازه ور نه کړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی خان زمان کاکړ د یکشنبې پر ورځ وویل چې په کراچۍ کې د جلسې تیاریانې روانې دي او د منظور پښتین تر رسېدو پورې به دوی خپلې غونډې ته دوام ورکوي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځ د لوړپوړو چارواکو په يوه غونډه کې ويل شوي چې له وسله والو پاکو کړو سيمو انتظام به ملکي حکومت ته سپاري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي امنیتي ادارو یې په کراچۍ او حېدراباد کې یو شمېر ملګري نیولي دي او د هغوي پرضد يې مقدمې درج کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د لاريون مقصد په کراچي کې د ۱۳م مې جلسې لپاره د خلکو پر خبرولو سربېره د ولس له زړونو وېره ختمول و.
د افغانستان، پاکستان او انډونيزيا ديني عالمانو د افغانستان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او له حکومت سره دې د سولې مخامخ خبرې پېل کړي.
اسلام اباد کې د ملک د مختلفو سيمو دستکارانو لپاره تربېتي ورکشاپ تابېا کړې شوې وه
د پاکستان حکومت هم د غبرګون په توګه هلته د امریکا د سفارتکارانو پر ګرځېدلو محدویتونه لګولي دي.
د پاکستان وفاقي حکومت هیله ښودلې چې د قبایلي اصلاحاتو بهیر به ژر پیل کړي او دا چې په دې اړه یې له ټولو سیاسي ګوندونو او پارلېماني مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی.
د پښتون تحفظ مومنټ مشران واييپه کراچۍ کې رېنجرز ځواکونه د غورځنګ غړي نیسي، دړکې ورته ورکوي او وايي ورته چې د می په دیارلسمه نېټه په کراچۍ کې په ولسي غونډه کې له ګډونه ډډه وکړي.
محمود خان اڅکزي پر پاکستانیو امینتي ادارو په ټینګار سره ږغ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو او کارکنانو له تنګولو لاس واخلی کنه نو بې انتها بربادي به جوړه شي.
نور وښیئ