د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د لاريون مقصد په کراچي کې د ۱۳م مې جلسې لپاره د خلکو پر خبرولو سربېره د ولس له زړونو وېره ختمول و.
د افغانستان، پاکستان او انډونيزيا ديني عالمانو د افغانستان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او له حکومت سره دې د سولې مخامخ خبرې پېل کړي.
اسلام اباد کې د ملک د مختلفو سيمو دستکارانو لپاره تربېتي ورکشاپ تابېا کړې شوې وه
د پاکستان حکومت هم د غبرګون په توګه هلته د امریکا د سفارتکارانو پر ګرځېدلو محدویتونه لګولي دي.
د پاکستان وفاقي حکومت هیله ښودلې چې د قبایلي اصلاحاتو بهیر به ژر پیل کړي او دا چې په دې اړه یې له ټولو سیاسي ګوندونو او پارلېماني مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی.
د پښتون تحفظ مومنټ مشران واييپه کراچۍ کې رېنجرز ځواکونه د غورځنګ غړي نیسي، دړکې ورته ورکوي او وايي ورته چې د می په دیارلسمه نېټه په کراچۍ کې په ولسي غونډه کې له ګډونه ډډه وکړي.
محمود خان اڅکزي پر پاکستانیو امینتي ادارو په ټینګار سره ږغ وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو او کارکنانو له تنګولو لاس واخلی کنه نو بې انتها بربادي به جوړه شي.
د پاکستان بهرنېو چارو وزارت د افغانستان په خوست او کابل کې وروستي بریدونه په کلکه وغانده او خوشنې څرګنده کړه.
پاکستاني پولیس وایي، د ثنا چیمه په نامه هغه پنځه ویشت کلنه نجلۍ چې د مرۍ په خپه کولو سره په مشکوک حالت کې مړه پرته وه ،په مبینه توګه د ناموس په نامه وژل شوې وه.
د ګوندونو مخکښان پر داسې مهال د انتخاباتو په اړه شکونه لري چې د پاکستان الېکشن کمېشن د مې پر اتمه د ضلعي انتخاباتي افسرانو او د هغوی د کاري حلقو په اړه لېسټونه خپاره کړل
په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر سيد خورشيد احمد شاه ویلي پښتنو د پاکستان لپاره زښته ډېرې سرښندنې کړې او دولت دې د منظور پښتون غوښتنې له پامه نه غورځوي.
د جماعت اسلامي مشر پروفیسر ابراهيم هم تور ولګاوه چې د يو ملک د کورنيو چارو پر وزير او يوه مخور سياستوال د وسلوالې حملې هدف کېدای شي د انتخاباتو ځنډولو سازش وي.
نور وښیئ