اسلام اباد یو وار بیا د سیاسي خوزښت ننداره وړاندې کوي. مسلم لیګ ن او پاکستان پیپلز پارټي د سېنېټ د نوي مشر او مرستیال د ټاکلو لپاره د نورو ګوندونو له مشرانو سره په تماس کې دي. د چارشنبې په ورځ د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي، د جمیعت علما اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان