نن د ټي بي يا نري رنځ نړيواله ورځ لمانځل کېږي. که څه هم په نړۍ کې د دې رنځ د مخنيوي لپاره بېلا بېل درملونه جوړ شوي او يو شمېر هېوادونو دا ناروغي تر ډېره کنټرول کړې ده، خو په پاکستان کې اوس هم هر کال تر پنځه لکه زيات کسان په دې رنځ اخته کېږي. دا چې په پاکستان د دې رنځ د خورېدو لامل څه دی او