د پاکستان ليری شوی وزيراعظم او د مسلم لېګ (ن) دايمي مشر، نوازشريف او د هغه لور مريم نوازشريف د مارچ په څوارلسمه په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته وړاندې شول. پر هغوی د مقدمو په لړۍ کې دا ځل د العزيزيه سټيل ميلز د جوړولو په وخت په مبيينه ډول د نوازشريف کورنۍ د کړو درغليوو کېس اورېدنه وه.