د پاکستان سوپر لیګ په سلسله کې په دوبۍ کې کویټه ګلیډیټرز بیګا په یوه خوندوره لوبه کې ملتان سلطان ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه. د لوبې ټاس کویټه ګلیډیټرز ګټلی و او ملتان سلطان ته یې د لومړی بيتڼګ کولو موقع ورکړه. ملتان سلطان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په تاوان ۱۵۲ منډې جوړې کړې.