د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات میا ثاقب نثار په یو بیان کې ویلي چې په هیواد کې د جمهوریت د خوندي ساتلو لپاره به هر ډول ګامونه پورته کړي. نوموړي د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د وفاقي ججانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل، د عدليې ذمه واري جوړيږي چې خلکو ته زر تر زره انصاف ورکړي.