د خیبر پښتونخوا په بنو کې نرښځیان پر پولیسو تور لګوي چې دوی دې په ودونو او د ټنګ ټکور په باڼدارونو کې ګډون نه کوي.
د پاکستان بهرنيوچارو وزارت وايي د پينځو پاک/افغان کاري ډلو ړومبۍ غونډه د شنبې ورځ په کابل کې شورو کېږي چې پکې د پاکستاني پلاوي مشري د دې هېواد د بهرنيو چارو سېکرېره تهمينه جنجوعه کوي.
په اسلام اباد کې د سيمه یيزو چارو پوه طاهر خان وايي چې سعودي عرب د پاکستان لپاره ډېر مهم دی خو په رسمي توګه، د پاکستان له لوري بيانونه نه خپرېږي.
د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د سيند څانګې مشر اسد اقبال بټ وايي چې د پوليسو له خوا زياتې وژنې په ۲۰۱۴م کال کې شوي دي.
د پاکستان د سیند صوبې يو وزير او د پاکستان پيپلز ګوند مشر غړی مير هزار خان بیجاراني او د هغه مېرمن په کراچۍ کې وژل شوي دي.
د پاکستان سپريم کورټ د حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) سېنېټر نهال هاشمي د پنځو کلونو پورې پر کومې سرکاري چوکۍ له کاره منع کړی دی. د عدالتونو دسپکاوي په کېس کې پرون سپريم کورټ د هاشمي په اړه خپله پرېکړه واوروله.
نن د فاټا او نورو پښتني سیمو ځوانان او ټولنې په اسلام اباد کې د وزیرستان ځوانان او د ولسي ټولنې غړي د احتجاج په توګه دهرنه کوي. دوی د نقیب الله مسود په وژنه کې د انصاف غوښتنه کوي او وايي چې په وزيرستان کې ښخ شوي ماينونه دې ليري شي.
موږ حکومت ته وویل چې په افغانستان کې مداخله ختمه کړي. اوس پاکستان په هغه هېواد کې لاسوهنه نه کوي. د سېنېټ د بهرنیو چارو له کمېټۍ علاوه، موږ د ټول سېنېټ له غړو یوه کمېټي جوړه کړې او په بیا بیا مو د افغانستان
موږ دا هم وویل چې داسې تاثر دی چې بانفوذه خلکو راو انوار پټ کړی دی نو د دې تاثر د ختمولو لپاره د هغه ګرفتاري ډېره ضروري ده. په غونډه کې موږ حکومت ته یو شمېر سپارښتنې وکړې
د مسود ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې یو احتجاجي لاريون چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پيل شوی وو، نن د شورو ورځ اسلام اباد ته ورسېدلو او سر له سبا یې د دهرنې لپاره تياری هم شورو کړي دي.
د خيبر پښتونخوا زياتره سيمې فالټ لاين يانې ځمکې لاندي کمزوري پټۍ لري ځکه په دغو سيمو کې زلزلې راځي.
د امریکې په کانګرس کې د مطبوعاتو ازادۍ په اړه کارکوونکې جرګه ګۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان کورنیوو چارو وزارت له خوا د مشال راډيو پر تړلو ژوره اندېښنه لري.
نور وښیئ