د طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان په پاکستان کې د شويو يو شمېر ترهګرو پېښو ذمه واري منلې وه چې پکې د ۲۰۱۴ م کال په ډيسمبر مياشت کې د پېښور ارمي پبلک سکول بريد هم شامل وو.
د جمعې پر ورځ د چيف جسټس په مشری کې د دوو قاضيانو بېنچ د نقيب مسود د وژنې د مقدمې اورېدنه وکړه چې پر ژمنې سربېره هم راو انوار ورته حاضر نه شو.
د پاکستان پوځ دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د فبرورۍ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د سعودي عرب له سفیر نواف سعید المالکي سره ولیدل.
هره ورځ موږ په رسنیو کې وینو او اورو چې قاضیان صاحبان زموږ لپاره د ډان (یعنې بدمعاش)، مافیا او غلو، ډاکوانو الفاظ کاروي، ایا دا هم د عدالت په سپکاوي کې راځي او که نه؟
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، ((دا ډول اقدامات د پاکستان اقتصادي وده زیانمنوي.))
د پاکستان د بشري حقونو وزارت قامي اسمبلۍ ته ویلي چې په هغه هېواد کې د تېرو پینځو کلونو په موده کې د ماشومانو د ځورونو او د هغوی د حقونو د سرغړونو شاوخوا ۱۸ زره پېښې شوې دي.
د امريکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر امکان څرګند کړی چې ښايي پاکستان له طالبانو، حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو سره اړيکو ساتلو ته دوام ورکړي.
امریکا د مالي بدعنوانیو د څار یوې ادارې ته خواست کړی دی چې پاکستان په هغه فهرست کې شامل کړي چې پکې د ترهګرو د مالي مرسته کوونکو هېوادونو څار کېږي.رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان
رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان په هغه فهرست کې د شاملیدو نه خوندي وساتي چې د فنانشل ایکش
د پاکستان کورنيوو چارو وزارت د ولسمشر ممنون حسېن د نوي فرمان يا آرډيننس له مخې جندالله وسله واله ډله غېرقانوني اعلان کړې ده. د فرورۍ په دېارلسمه دې وزارت په خپل يو نوټيفيکېشن کې ويلي چې د يادې ډلې فعاليت ښيي چې دا ترهګره ډله ده.
د بلوڅانو ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ (مینګل ډلې) یو مشر ثنا بلوچ وايي، دوی د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو له خېبرپښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت نه کوي
نور وښیئ