د خیبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د چارشنبې پر ورځ د مشال خان د وژنې د قضیې فیصله واوروله چې پکې یوه تن عمران علي ته د مرګ سزا واورول شوه، پنځو نورو ته بیا د عمري بند سزا حکم وشو او ۲۵ نور یې د څلور څلور کلونو لپاره د بند سزا واوروله. او ۲۶ نور یې بري کړل.