د قبایلي ضلعو ځوانان وايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په مډیکل او اینجینرنګ پوهنتونو کې به ورته سيټونه زیاتوي خو اوس خپله کړې وعده نه پوره کوي.
د پشتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، که د دسمبر تر ۱۶مه د دوې نیول شوي ملګري خوشي نه کړل شو نو د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمیشنر د دفتر مخې ته به احتجاجي ناسته پيلوي.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي چې د پي ټي اېم ډیرې غوښتنې پوره شوي او غورځنګ دې له کرښې نه اوړي ګنې پر ضد به يي ریاست اقداماتو ته مجبوره شي.
په پاکستان کي د بشري حقونو کارکونکو د حکومت له لوري د ۱۸ غېر حکومتي نړيوالو مرستندويه ادارو د تړلو پرېکړه رد کړې او دا يې ناسمه بللې ده.
د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشرانو او د دغه غورڅنګ پلویانو د پاکستاني پوځ هغه خبرداري ته سخت غبرګون ښودلی...
د پاکستاني پوځ ویاند له پښتون ژغورنې غورځنګه غوښتنه کړې، تر لیکې دې نه تېرېږي، داسې نه چې رياست یې پروړاندې ګام واخلي.
پراک ـ د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر فېصل وايي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازی زلمي خليلزاد د پاکستان سفر پرمهال هېڅ شرطونه نه دې پرې ایښې او امريکا غواړي چې پاکستان دې د افغانستان مفاهمتي عمل کې خپل کردار ولوبوي.
د ډېسېمبر پر شپږمه، په لاهور کې احتساب عدالت په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف د کوټ لکپت زندان ته د استولو امر وکړ.
تامس رایټرز فاونډېشن خبري ادارې خپل یو رپورټ کې ویلي چې پر ښځو تشدد په ټوله نړۍ کې پاکستان په شپږم نمبر دی او د تجزیه کارانو په وینا چې په پاکستان کې له دې نه هم پر ښځو تشدد زیاتې پېښې کېږي خو هغه نه نشرېږي.
دا څه ډول انصاف دی؟ دا کوم قسم جمهوریت دی؟ دا کوم پارلېماني روایات دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د پاکستان ولس یې ځواب غواړي.
د پاکستان په پارلېمان کې اپوزیشن ګوندونو د قانون سازۍ او اصلاحاتو په لړ کې د صدراتي فرمان په اړه د وزیراعظم عمران خان په بیان ټکونه کړي دي.
د خېبر پښتونخوا پولیسو افسر اېس پي طاهرداوړ د اکتوبر په شپږویشتمه نېټه له اسلام اباده نامالومه کسانو تښتوولی وو چې مړی يې د نومبر په دیارلسمه د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې وموندل شو
نور وښیئ