د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي ، دوي د الیکټرونکي مطبوعاتو ، چاپي مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو د منظم کولو لپاره نوې اداره جوړوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کې پر خپله کونسلګرۍ تر برید وروسته وویل، پاکستان ته خواست کوي چې هلته د کارکونکو چیني وګړیو او ادارو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
پولیس چارواکي وايي، د نومبر ۲۳مې پر سهار شاوخوا نهه نیمې بجې درو وسله والو، کونسلګرۍ ته د ننوتو هڅه وکړه چې له پولیسو او ساتونکو سره یې نښته پیل شوه.
د پاکستان په تاریخ کې په اول ځل داسې کار شوی چې په یو حکومت کې د اپوزیشن مشر په دروغو کېسونو کې د دې لپاره ګرفتار شو چې د مخالفو ګوندونو اواز غلی کړل شي. نوموړي وویل د شهباز شریف خلاف جوړې مقدمې انتقامي دي.
قانونپوهان وايي د پاکستان په عدالتونو کې دا وخت ۸۰ فيصده مقدمې سياسي دي چې له وجې يې نورې مقدمې په ټپه ولاړې دي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې پوځي عدالتونه دې ختم کړل شي.
دا مهال په پاکستان د نوي (۹۰) اربه ډالرو نه زيات قرض پورې دې او هر کال په سوونو اربه روپۍ په ېادې قرضې د سود په مد کې ورکوي.
له اسلام اباده د تښتول شوي پوليس افسر طاهر دواړ چې وروسته یې مړی د افغانستان له ننګرهاره وموندل شو، زوی امجد داوړ وايي د وزيراعظم عمران خان سره يې ملاقات کې خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې د پلار د وژنې پلټنې دې يوه نړيوال اداره وکړي.
د پاکستان وزيراعظم د امريکايي ولسمشر د بیان په ځواب کې ویلي چې د پاکستان پر ضد د ښاغلي ټرمپ کړې څرګندونې بايد سمې کړل شي.
د پاکستان د سېنټ پخواني چېرمېن او د پپلز ګوند مخکښ سنېټر رضا رباني ویلي دي چې په ملک کې یوازې د سیاستوالو احتساب کول د منلو وړ خبره نه ده.
د پاکستان زیاتره لویو ګوندونو د طاهر داوړ تښتول کېده او بیا وژل کېده غندلي او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده خو د نوموړي کورنۍ د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له خوا د پلټنو امر رد کړی دی.
د اسلام اباد ښارپرمختيايۍ ادارې (سي ډي ای) لادرکه ډايرېکټر ایاز خان پر خپل ویډيو پیغام کې وايي، دی ورک نه دی بلکې په ډېره اسماعیل خان کې د خپلوانو کره تللی دی.
محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکي، دی پوهېږي چې زموږ پلټونکې ادارې له ځینو زورورو تپوس نه شي کولی نو پر دې اساس د پلټنو لپاره د وزیر اعظم عمران خان امر ردوي
نور وښیئ