عمر زاخيلوال وايي،سيپېک پروژه د دې سيمې په پرمختګ کې مهم کردار لوبولی شي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام کې د پاکستان، افغانستان او چين ترمینځ د درې- اړخيزه ډايلاګ په څلورمه غونډه کې کولې.
د احتساب په برخه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان سلاکار مرزا شهزاد اکبر د نومبر په دولسمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل د دوی څېړنو ښودلې چې له ملکه اوه سوه اربه روپۍ د مني لانډرينګ يا پېسو مينځلو له لارې نورو هېوادونه ته ويستل شوي دي.
راپورونه وايي د یکشنبې په سهار د ایران او پاکستان په سرحدي پوله په ډزو کې دوه پاکستانیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر۱۰مه په لاهور کې د بې کوره او بې وسو خلکو لپاره د سرپنا د مرکزونو جوړولو منصوبې پرانسته وکړه چې پکې به په اوله مرحله کې په لاهور کې پنځه مرکزونه جوړول کېږي.
د بشري حقونو نړیوال سازمان - هیومن رایټس واچ - وايي په ماشوموالي کې د ودونو د مخنیوي بل چې د پاکستان سنیټ ته وړاندې شو، د هیواد د حکومت لپاره یوه ښه موقع ده چې ټول ولس ته د یو شان حق ورکولو ژمنې پوره کړي.
د پاکستان قومي احتساب بیورو د رمضان شوګر ملز په مقدمه کې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د مسلم لیګ ن صدر شهباز شریف نیولی دی.
د لاهور هایي کورټ د نومبر پر نهمه هغه درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړ په کوم کې چې د تحریک لبېک پاکستان پر مشر خادم حسېن رضوي او د جمعیت علما اسلام ف ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمان د غدارۍ مقدمې درجولو غوښتنه شوې ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان چین ته خپل سفر ګټور بللی دی او ویلي یې دي چې چین ورسره د هر ډول مرستو ژمنه هم کړې ده.
د مذهبي ګوندونو اتحاد - متحده مجلس عمل - ویلي د اسیه بي بي خوشي کول نه مني. دې اتحاد د اسیه بي بي د خوشي کېدو پرېکړې پر ضد د نومبر
اپریدي د سېنېټ یوې غونډې ته وویل، د تحريک لبيک په مشرۍ احتجاج کې د ځېنو سياسي ګوندونو پلويانو د خلکو جايدادونو ته اور اچولی او اړی ګړی يې کړی دی.
رسنیو د نومبر پر اوومه ویلي ول چې د سپریم کورټ له فیصلې سره سم، نوموړې د ملتان له زندانه اسلام اباد او بیا له هېواده بهر لېږدول شوې.
د خیبر پښتونخوا یوې ښځې رېکا کماري د نومبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د دیوالي لومړۍ ورځ په خوشالۍ لمانځي، له خپل دود سره خواړه تیاروي او ماښام مهال ګڼې ډیوې بلوي
نور وښیئ