د پاکستاني وزیراعظم عمران خان په کابینه کې د اکتوبر پر ۵ مه پنځو نورو وزیرانو او یو مشیر د خپلو دندو څوګند پورته کړ. دا دریم ځل دی چې د موجوده حکومت په کابینه کې وزیران شاملیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ايکشن ايډ په ګډون ۱۷ نورو بهرنيو غير حکومتي ادارو ته امر کړی چې په دې ملک کې دې خپلې هلې ځلې ودروي او خپل دفترونه دې وتړي.
د پنجاب صوبې د لاهور احتساب عدالت شهباز شریف په لس ورځني جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته سپارلی دی.
د پاکستان سپريم کورټ امر کړی دی چې په ۲۰۱۴م کال کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د شوي خونړي برید په اړه د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.
د پاکستان د احتساب قومي ادارې – نېب – د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مشر شهباز شریف نیولی دی.
په پاکستان کې موجود د سعودي عرب پلاوي د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر ته سفر وکړ او هلته د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یو شمېر روانو پروژو په اړه مالومات ورکړل شو.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير وايي، تر څه حده امريکايي چارواکیو ته په دې باور ورکولو کې بريالی شوی چې په افغان سوله کې د پاکستان پرته پرمختګ نه شي کېدای.
پراګ - د امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ليدنه کې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي او پخلاينې ملاتړ کړی او له وسله والو طالبانو يې غوښتې چې د روانې شخړې د هواري لپاره دې د خبرو اترو له فرصت څخه ګټه پورته کړي.
مولانا فضل الرحمان د چارسدې په ولي باغ کې د نهې په ماښام د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره یوه ګډ پرېس کانفرنس ته وویل چې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه ټولو مخالفو ګوندونو ته تر یوه چتر لاندې راتلل پکار دي.
د پاکستان د نابيناوو کرکټ کونسل وايي، چې په لومړي ځل یې د ښځو نابيناوو کرکټ لوبډله جوړه کړې. له مشال راډيو سره په خبرو کې د ياد کونسل چيېرمېن سید سلطان شاه په دوشنبه ماښام وويل چې د کرکټ لوبډلې لپاره په سلګونه جينکۍ د ازموينې لپاره ورغلې وې.
اسلام اباد د چین - پاکستان اقتصادي پروژه ټولې ټېکې له نوې سره ارزول غواړي ځکه چې د دوی په وینا له دې پروژې تر پاکستان زیاته ګټه چین ته رسېږي.
په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکي وایي چې په دغه صوبه کې د کم-عمرۍ د ودونو مخنیوي په اړه صوبایي اسمبلۍ کې ناست سیاستوال سنجیده نه دي.
نور وښیئ