پاکستان او ایران د سیاسي، اقتصادي او د دفاع په ګډون د بېلا بېلو چارو د ودې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د پاکستان سپريم کورټ د مذهب سپکاوي په کېس کې د اسيه بي بي د مرګ سزا کالعدم ګرځولې او د هغې د خوشې کولو حکم يې کړی دی. د دې پرېکړې پرضد ځینو ښارونو کې احتجاجونه شوي
د پاکستان د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ نون د سه شنبې په ورځ په ډاګه کړه چې قاید نواز شریف به یې د اپوزېشن په ټول ګوندیزه غونډه کې ګډون نه کوي.
په تورخم کې چارواکي وايي د خوګاخېلو د قام د مظاهرې له وجې يې نن (د اکتوبر په دېرشمه) د لږ وخت لپاره د تورخم دروازه تړلې وه. دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته نن وويل چې کوښښ کوي د مظاهره چيانو ستونزې حل کړي.
د حضرت امام حسېن د چهلم يا څلويښتۍ پر مهال نن د نهې په ورځ د ملک په يو شمير ښارونو کې موبايل ټېليفونه او انټرنېټ سروس بند کړل شول دل. د دې ترڅنګه د سند صوبې په ځينو ښارونو کې د موټر سايکل په غبرګې سورلۍ هم بنديز لګيدلی دی.
په پاکستان کې د متحده مجلس عمل په نامه د مذهبي ګوندونو اتحاد او پيپلز پارټي چارواکي وايي دوی به د اپوزېشن په توګه د تحريک انصاف حکومت د هر هغه آيني بدلون مخه نيسي چې د صوبو واک کموي.
په لاهور کې د احتساب يو عدالت د اکتوبر په ۲۹مه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزېشن ګوند، مسلم لېګ (ن) مشر شهباز شريف د جسماني ريمانډ وخت د نومبر تر ۷مې پورې اوږد کړی دی.
عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د ولسي وګړو د شکایتونو نوي نظام چې ورته یې د پاکستان سيټيزن پورټل نوم ورکړی، پرانیستغونډې ته په وینا کې وویل،
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ويلي چې حکومت د مدرسو په نصاب کې د بدلون هېڅ پلان نلري. اسد قيصر دا خبره د صوابۍ په پنج پير کلي کې درې ورځني کانفرنس ته د وينا پر مهال وکړه.
د پاکستان مسلم ليګ (ن) رهبر نوازشريف د متحده مجلس عمل له خوا په اعلان شوي ټول ګونديزه کانفرنس کې له ګډونه انکار کړی دی.
د پاکستان د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبريانو ته ويلي دي چې د بدعنواني په اړه یې یو نوې قانوني مسوده جوړه کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ویلي چې د متحده عرب اماراتو له پلاوي سره یې پر یو شمېر مهمو مسلو ګټورې خبرې اترې کړې دي.
نور وښیئ