پاکستاني خبریالان اندېښنه ښکاره کوي چې اوس مهال تر هر بل وخت زیات پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستان مېډیا د تاریخ له ناوړو بندېزونو سره مخ ده.
د پاکستان د مذهبي چارو وزیر او د تحریک انصاف ګوند غړي نورالحق قادري ویلي، دمذهب سپکاوي ضد قانون سره تړلې په ۲۹۵ ماده کې به اصلاحات نه مني.
د قامي اسمبلۍ پر۱۱ او د صوبايي اسمبلیو پر۲۴ څوکیو د ضمني انتخاباتو لپاره د ووټونو د اچولو بهیر پای ته ورسېد. د ووټونو اچولو پروسه د یکشنبې پر سهار اتو بجو پیل شوې وه چې د ماښام تر پېنځو یې دوام وکړ.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي قبايلي ضلعو ته سهولتونه ورکول د دوي د حکومت په لومړيتوبونو کې شامل دي.
په پاکستان کې د اکتوبر پر ۱۴مه د قومي او صوبايي اسمبلیو پر ۳۵ چوکیو بیا ځلي یا ضمني انتخابات کېږي.
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، په راتلونکيو اونیو کې به پاکستان ته یوه ډله ولېږي چې حکومت یېورته له کنګالېدو د وتو لپاره د بېړني پور غوښتنه کړې وه.
د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان قانون وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې صديقي یې د عدالتي ضابطه اخلاق په سرغړونه له خپلې څوکۍ هیسته کړی دی. نوموړي څو مياشتې وړاندې د پاکستان استخباراتي اداره په عدالتي کاروايانو کې په مداخلت تورنه کړې وه.
د پنجشنبې مازيګر د پخواني سپيکر سردار ایاز صادق په مشرۍ د پارلمان ودانۍ بهر د دواړو اېوانونو ګډه غونډه وشوه چې پکې له مسلم ليګ ن پرته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جميعت علماء اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړیو ګډون وکړ.
د نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ګلالۍ اسماعیل په اسلام اباد کې د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې – ایف آی اې – چارواکو نیولې ده.
عمران خان د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو د منصوبې پرانستې وکړه.
د هېواد وزیراعظم عمران خان وايي، ولس ته ډاډ ورکوي چې د حکومت اصلاحات به په راتلونکو شپږو میاشتو کې نتیجه ورکړي او د هېواد اقتصادي ستونزې به هوارې شي.
د امریکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د سفر پر مهال دا خبره تکرار کړې چې د افغانستان سوله او کراري د پاکستان او سيمې د تلپاتي امن لپاره ډېر ضروري دی.
نور وښیئ