د یکشنبې پر سهار په لاهور کې د سپریم کورټ د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب د قصور پر ماشومې د تېري او د هغې د وژنې د قضیې اورېدنه وکړه. جرګګۍ د پاکستان شنونکي شاهد مسعود ته د یکشنبې تر ماخوستنه وخت ورکړی چې د خپلو دعوو ثبوت ورکړي.