د پاکستان سپریم کورټ د سیند پولیسو ته امر کړی چې د نقیب محسود په وژنه تورن ایس ایس پي راو انوار په درو ورځو کې دننه ونیسي او عدالت ته يې وړاندې کړي.
ښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ او د پاکستان تحريک انصاف غړيو د پښتون بلوڅ زدکوونکيو د نيولو موضوع د سېنېټ په غونډه کې راپورته کړه.
د ازادې اروپا راډيو/ ازادۍ راډيو وايي چې د مشال راډيو د دفتر تر تړلو پس یې خبریالان تر فشار لاندې راوړي دي.
که دا معلومه شي نو بیا پولیسو د شاوخوا ۲۰۰ مشکوکه کسانو د وینې نمونې اخیستې دي او د هغوی د ډي اېن اې له معاینې څخه به د ککړ کس شناخت وشي.
موږ خپله اندېښنه د پاکستان حکومت ته رسولې او پر پاکستان ټینګار کوو چې په چټکۍ او بې له شرطه د دفتر تړلو پرېکړه لغوه کړي او د مشال راډیو فعالیتونه بحال کړي.
د پاکستان د سند صوبې ګورنر زبېر عمر نن ماښام [پنجشنبه] د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د نقيب الله مسود په نوم د لګول شوي کېمپ ګډونوالو ته ويلي چې نقيب مسود بې ګناه و او دی به د هغه د وژنې په تړاو د پاکستان وزيراعظم ته د جوډيشل کميشن جوړولو سپارښتنه کوي.
په کراچۍ کې د نقیب مسود په نوم احتجاجي کيمپ نن په اوومه ورځ هم لګېدلی وو. احتجاجیان وايي تر هغو به ناست وي تر څو چې د نقيب مسود په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخوانی چارواکی راو انوار نه وي نيول شوی.
د پاکستان سېنټ قايمه کميټي انصاف وزارت ته وړانديز کړی هغه کسان دې په ډاګهزندۍ/پانسي کړل شي چې له وړکیو ماشومانو سره په جنسي تېري او وژنه ورته سزا ورکړل شوې وي.
نن پنجشنبه په اسلام اباد پرېس کلب کې د شهيد بوټو فاونډېشن تر سیوري لاندې په قبايلي سيمو کې د عدالتونو واک غزولو پر موضوع سېمینار کېږي چې موخه یې چې د دې ګام ټولو اړخونو ته کتنه ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې په کورمه کې د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د شوي ډرون برید غندنه کړې چې د افغان کډوالو یو کېمپ پکې په نښه کړل شوی دی.
د پاکستان په پنجاب پوهنتون کې د اسلامي جمیعت طلباء او د بلوڅ - پښتون کونسل د د زده کوونکیو ترمینځ له نښتې وروستو پولیسو نېږدېدوه سوه طالبعلمان نیولي دي، او په دوی کې يې ځنې د ترهګرۍ ضد عدالت ته هم وړاندې کړي دي.
د نقیب مسود د وژنې مقدمه د تورن شوي راو انوار او د هغه د ملګرو پولیسو پرضد درج شوې ده.
نور وښیئ